د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشرې سیما سمر د جرمونو نړیوالۍ محکمې له خوا د طالبانو د مشر او د سترې محکمې د لوی قاضي د نیولو د غوښتنې په غبرګون ویلي: «د ښځو حقونه تل «دین او کلتور» ته د درناوي په پلمه تر پښو لاندې شوي.»
مېرمن سمر له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د یادو طالب مشرانو د نیولو وړاندیز تاریخي ګام دی، خو په تېرو څه باندې څلویښتو کلونو کې د بشري حقونو په برخه کې عدالت ټینګ شوی نه دی.
نوموړې سره له دې چې د دې پروسې بشپړول اوږدمهاله وباله، خو وایي چې د جګړو قربانیانو په ځانګړې توګه افغان ښځو ته یو پیغام دی.
هغې په دې مرکه کې همداراز زیاته کړې، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې دغه اقدام د افغان ښځو ترمنځ یوه هیله مندي رامنځته کړې، چې د نړۍ له خوا هېرې شوې نه دي.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړۍوالې محکمې لوی څارنوال له دې ادارې وغوښتل، څو د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د لوی قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخې د طالبانو مشر او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون پخوانۍ مشرې د ښځو پر زده کړو او کار کولو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې سره وویل، چې که دغه بندیزونه دوام وکړي، د ښځو په حق کې جفا ده او د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل کېږي.
سیما سمر د افغانستان انټرنشنل د خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو نیول به د یادې ډلې دریځ بدل کړي او که نه وویل: «هېڅکله یې داسې تصور نه و کړی، چې افغان ښځې دې د خپلو حقونو لپاره بندیانې شي او یا یې د زده کړو مخه ونیول شي.»
مېرمن سمر ټینګار وکړ، چې هیله لري په افغانستان کې بشري مرستې بندې نه شي، ځکه د افغانستان خلک له اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي.
د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون یاده پخوانۍ مشره زیاتوي، چې د طالب مشرانو د نیولو په تړاو د جرمونو د نړۍوالې محکمې وړاندیز د اوس لپاره یوازې کولی شي، د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل وځنډوي.
یاده دې وي، چې د روان کال د مرغومې په میاشت کې د بشري حقونو د څار ادارې د خپل کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په شدت سره خراب شوی دی. طالبانو پر ښځو او نجونو فشار ډېر کړی او دې ډلې د بیان ازادۍ، رسنیو او بشري حقونو پرضد سختو بنديزونو سره په دغه هېواد کې اقتصادي او بشري بحران لا زیات کړی دی.
د یادې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۳ میلیونو ډیر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
راپور زیاتوي، چې د نجونو او ښځو د زده کړو، کارموندنې او د تګ راتګ د ازادۍ په برخو کې حقونه تر پښو لاندې شوي او د سیاسي مخالفینو ځپل، خپل سرې نیونې او شکنجې لا هم دوام لري.