له راشد خان پرته؛ کرېکټ نړیوالې شورا درې افغان لوبغاړي د کال غوره لوبډله کې شامل کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينو لوبو غوره لوبډله اعلان کړه، چې په لومړي ځل له راشدخان پرته درې افغان لوبغاړي ورته غوره شوي دي.

رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر دې لوبډلې ته غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنيو سياليو غوره لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې څلور سريلانکايي، درې افغان، درې پاکستاني او یو د ویسټ انډيز لوبغاړي غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا دغه لوبغاړي په یو ورځنيو لوبو کې د غوره ځليدو له کبله ټاکلي دي.

په دې لوبډله کې د هند، اسټراليا، انګلنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او نیوزيلنډ لوبغاړي ځکه نه دي غوره شوي، چې دغو هېوادونو په تېر کال کې لږ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې.

کريکټ نړيواله شورا د هر کال په وروستيو کې د کرېکټ په ټولو فارمټونو کې غوره لوبډله اعلانوي، چې د نړۍ ستوري ورته ټاکل کيږي.

نور خبرونه

رادیو