‏د سالنګونو لویه لار د واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د واورې د ورښت او توپان له امله دغه لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د واورې او سخت توپان له امله د دید کچه کمه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې دغه لویه لار د ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره تر بلې خبرتیا پورې د تېرې شپې (د سلواغې په ۳مه) د ۱۰:۳۰ بجو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په دغې لیکنه کې له خلکو غوښتل شوي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغه لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.
دغه لویه لاره یوه ورځ وړاندې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.
له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې له‌خوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د سلواغې په ۳مه او ۴مه نېټه) د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو او بادونو د رالوتو اټکل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو او سېلیو کچه په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې (له ۵۰ څخه ۸۰) کیلو مټره اټکل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو