د ایران د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي

۵ ساعتونه مخکې

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.

‏د ایکس پاڼې په دغه یادښت کې د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر د هدف په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو د حقابې پر سر ناندرۍ بیا زیاتې شوې دي.

که څه هم د ایران او طالبانو تر منځ د ابو پر سر وخت ناوخت توند بحثونه راپورته شوي، خو ایران له طالبانو سره خپلې سوداګریزې او ډیپلوماټيکې اړیکې تودې ساتلې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او ایران ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
هغه کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي کېدونکی سفر د دغو اړیکو د ټینګښت په لاره کې یو رغنده ګام بللی، او په خبره یې چې دا به د دواړو هیوادونو اړیکې نوي پړاو ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو