طالبانو په کونړ ولایت کې د ۴۰ اعشاریه ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۲۲ کیلوګرامه ګران بیه ډبرې(بېروج) د بولۍ له لارې پلورلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د سې شنبه په ورځ (د سلواغې ۲مه) د سوداګرو له قوله راپور ورکړ، چې د یادې اندازې پیسو لس سلنه ونډه د حکومت بودیجې ته ورځي.
له دې سره، په کونړ ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي محمد شرین بیا ویلي، چې هڅه کوي د سوداګرو ستونزې حل او په مسلکي توګه د کانونو کېندنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې میاشتې په ۲۵مه نېټه هم په کونړ ولایت کې د یو څلوېښت اعشاریه درې میلیونه افغانیو په ارزښت بېروج پلورلي و.
د بېروجو د پلور په اړه د طالبانو خبر ورکول تر هغه وروسته زیات شوي، چې تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل - پښتو د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د کونړ په چپه دره ولسوالۍ کې د بېروجو کان «چور او تالان روان دی او ځايي طالب مسوولین خپله برخه په کې اخلي.»
د یادې ولسوالۍ ځینو قومي مشرانو هم ویلي و، چې ځايي طالبان په کابل کې له چارواکو سره له همغږۍ پرته په دې کان کې ښکېل دي.
سره له دې چې په کونړ کې اړوندو چارواکو د بېروجو د داوطلبۍ او پلور پروسه شفافه بللې ده، خو اوسمهال پر طالبانو نیوکې دا دي، چې یاده ډله په غیر معیاري او غیر مسلکي توګه د کانونو کېندنې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د بېروج او نورو قیمتي ډبرو ترڅنګ د زرګونه قیراطه زمردو د پلور خبر هم ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ۱۱ پړاونو کې ۳۵ زره او ۸۷۴ قیراطه زمرد د یو میلیون او ۶۱۴ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي وو.
د معلوماتو له مخې، د افغانستان د معدنی زیرمو ارزښت نږدې یو ټریلیون ډالره اټکل شوی دی.
په جمهوریت کې د ناامنۍ له امله په حکومتي کچه ډېر کم د دې کانونو سپړل روان و، خو د طالبانو د ناامنۍ له امله بیا بې قانونه کېندل کېدل.
د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او نړۍوالو بندیزونو سره دې ډلې د خپلو عوایدو لپاره په هر ولایت کې د کانونو سپړلو ته مخه کړې ده.