طالبانو په کندهار کې تر ۵۰ زياتې هغه صرافۍ تړلې چې جوازلیکونه یې نه لرل

۵ ساعتونه مخکې

د کندهار بولدک ولسوالۍ څخه یو شمېر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې طالبانو تر ۵۰ زياتې صرافۍ د اسنادو یا جوازلیکونو د نه درلودو له کبله وتړلې.

صرافانو ويلي، چې دوی د صرافۍ په برخه کې د طالبانو جنجالي شرطونه نه شي پوره کولی.

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کندهار بولدک ولسوالۍ د ثاني پښتون او سليم مارکېټ تر ۵۰ زياتې صرافۍ بندي کړې او صرافانو ته یې د نه خلاصولو خبرداری ورکړ.

په بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي کسانو ویلي، چې د دغو صرافيو خلاصيدو ته تر هغه اجازه نه ور کوي، چې قانونې شرایط يې پوره کړي نه وي.

د همدې صرافانو له جملې د حاجي محمد یوسف په نوم يو کس افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی نه شي کولی افغانستان بانک ته د ضمانت په ډول زياتې پیسې ورکړي.

نوموړی وايي طالبانو نوي شرایط ایښي دي: « مخکي د صرافيو د شرکتي جوازونو لپاره بانکي تضمین درې میلیونه افغانۍ او سرمایه لس میلیونه ټاکل شوې وه خو اوس د نوي شرکتي جواز له مخې باید بانکي تضمین لس میلیونه او سرمایه باید زر لکه وي چې دا د ډېرو لږو کسانو په وس پوره ده.»

د نوموړي به خبره، د طالبانو دا ډول کړنې د ډېرو کسانو د بې کارۍ لامل کيږي.

دوې مياشتي وړاندې هم طالبانو دغه دوه مارکېټونه تړلي وو، خو وروسته یې صرافانو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

طالبانو تر دې وړاندې په کندهار، کابل، هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې هم لسګونه صرافۍ د جوازونو د نه لرلو له امله وتړلې.
د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو ټولنې «د چنګاښ پر ۱۸مه» د کابل په شهزاده سرای کې هم د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه.
په کابل او ولایتونو کې صرافان وايي، چې د افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ټاکلی او دا د ډېرو صرافانو تر توان لوړه خبره ده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د روان کال په پیل کې هم اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

نور خبرونه

رادیو