یوه افغان په جرمني کې یوه ښځه او یو ماشوم په چاقو وژلي

۳ ساعتونه مخکې

د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یوه افغان یوه ښځه او ماشوم په چاقو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.
د دې پېښې په تړاو ۲۸ کلن افغان کس له سیمې نیول شوی دی.

سیمه ییزو پولیسو پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځه ۴۱ کلنه او ماشوم دوه کلن و.

دوه نور کسان چې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، احتمالاً بریدګر هېڅ ملګری نه لري او ښاریانو ته د ګواښ کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.

په اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د افغانانو له خوا جنایي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې د ډېر شمېر افغانانو د اندېښنې لامل شوی دی.

د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې ۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، په مانهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او پنځه ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې بیا د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن ویلي و، چې په سختو جرمونو کې ښکېلو افغان ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وشړل شي.


نور خبرونه

رادیو