سنډې ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبان پلان لري هند کې د افغانستان سفارت ته درې نور ډیپلوماتان ولېږي او ښايي د دغه سفارت چارې خپلې کړي.
د طالبانو د لومړۍ سیاسي څانګې مرستیال محمد نعیم نعمان، د وزارت د تفتیش څانګې غړي معصوم عاصم او صفی الله جبارخیل به ډیر ژر ډیلي ته لاړ شي.
ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د "باوري سرچینو" په حواله راپور ورکړ چې "د ډیلي او طالبانو ترمنځ د ژورو اړیکو په درشل کې چې د هند د اوږدې مودې سیال پاکستان په ګډون د نورو سیمه ییزو لوبغاړو لپاره یې اندېښنې رامنځته کړی، طالبان چمتو دي چې د ډیلي سفارت ته درې نور ډېپلوماتان ولېږي."
ورځپاڼې ویلي چې په ممبۍ کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو د استازي په توګه د اکرام الدین کامل ټاکل کېدو داسې ګنګوسې راپورته کړې چې درې نور ډیپلوماتان به هم ډېر ژر ډیلي ته ولېږل شي.
اوس، باخبره سرچېنو سنډې ګارډین ته وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مرستیال محمد نعیم نعمان او د وزارت د تفتیش څانګې غړي معصوم عاصم او صفي الله جبارخیل به ډیر ژر ډیلي ته ولیږل شي او احتمال لري چې د افغانستان د سفارت مسؤلیت په غاړه واخلي.
د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، په ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې اوس د سید محمد ابراهیم خیل لخوا اداره کیږي.
تېر کال راپورونه خپار شول چې د سهیل شاهین د زوی نجیب شاهین په ګډون درې نور کسان به نوي ډیلي ته ولېږل شي.
خو، باخبره سرچینو وویل چې "د هغه نوم له لیست لرې شوی او درې نوي کسان یې پر ځای ټاکل شوي دي خو په راتلونکي کې د هغه د ټاکل کېدو امکان په بشپړه توګه رد شوی نه دی.
طالبانو او د هند د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې خبر تبصره نه ده کړې.
خو دا ګام له هغه وروسته دی چې هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د روانې میاشتې په پیل کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي و، چې دا د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې راوروسته د دواړو لوریو د اړیکو په ډېریدو کې مهم ګام ګڼل کېږي.