د امریکا نوي ولسمشر ټرمپ څو ځله په ښکاره توګه د هغو وسلو په اړه خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې پاتې شوې دي او د هغوی ارزښت یې هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم په وروستیو کې له رسنیو سره یاد کړی دی.

هغه د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی او د دې کړنې پایلې، چې په پایله کې یې امریکایي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، یو بې‌خردانه اقدام او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې شیبه بللې ده. دغه وسلې اوس د طالبانو، نورو ترهګریزو ډلو او د سازمان شویو جرمونو د شبکو په واک کې دي.

اوس چې ښاغلی ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه په رسمي ډول خپله دنده پیل کړې، دا موضوع په جدي ډول د سیاسي محافلو،د رسنیو او کارپوهانو په تحلیلونو کې مطرح شوې چې ایا ټرمپ به واقعاً د هغو وسلو په اړه څه وکړي چې په افغانستان کې پاتې دي؟

په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د امریکا مرستې په تېرو دوو لسیزو کې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال لنډه وڅېړل شي او د ټرمپ د خبرو د عملي کېدو امکان‌سنجي وشي. همدارنګه دې پوښتنې ته به ځواب ورکړل شي چې په اصل کې ښاغلی ټرمپ د کومو وسلو په اړه خبرې کوي؟ دا وسلې څومره دي او اوس د چا په واک کې دي؟ ایا د هغوی بېرته امریکا ته انتقال ممکن دی؟

د ټرمپ هدف کومې وسلې دي؟

ښاغلي ټرمپ په خپلو ویناو کې په پرله‌پسې ډول د هغو وسلو یادونه کړې، چې د هغه په باور د متحده ایالاتو د پوځ او نظامي ځواکونو پورې اړه لري، خو د ناوړه مدیریت او له افغانستانه د بې‌پروا وتلو له امله هلته پاتې شوې دي. د دغو وسلو لېست او شمېر لږ تر لږه تر دې دمه نه د ښاغلي ټرمپ له لوري وړاندې شوی او نه هم د امریکا د حکومت په رسمي سرچینو کې خپور شوی دی؛ خو هغه څه چې په ټرمپ د خبرو کې برجسته شوي، د دغو وسلو ارزښت دی، چې په خپلو ویناو او رسمي مرکو کې یې یادونه کړې او مجموعي ارزښت یې ۸۰ میلیارد ډالره ښودلی دی.

په همدې وخت کې ځینو رسنیو د ټرمپ د ادعا شوې شمېرې د کره‌والي هڅه وکړه او پایله یې دا وه چې دغه شمېر د امریکایي وسلو په اړه مبالغه‌امیز او ناسم دی. خو په ورته وخت کې ځینې رسنۍ، لکه سي‌ان‌ان، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي چې ۷ میلیارد ډالره په ارزښت نظامي تجهیزات چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، هلته پاتې دي. دغه تجهیزات وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هېلیکوپټرونه شامل دي.

د ۲۰۱۴ کال وروسته، کله چې د افغانستان د امنیت ساتلو مسوولیت په رسمي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وسپارل شو، د ناټو ډېری ځواکونه په ځانګړي ډول امریکایي ځواکونه له خپلو نظامي تجهیزاتو سره له افغانستانه ووتل. ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات په هغو پوځي اډو کې پاتې وو چې د ولایتي ماموریتونو پای ته رسېدو سره یوازې په څو لویو نظامي مرکزونو کې، لکه د ناټو د غوڅ ملاتړ قرارګاه (شش درک)، د کابل هوایي ډګر، بګرام، کندهار، خوست، هرات او مزار شریف هوایي ډګرونو کې راټول شوي وو.

څو میاشتې مخکې له دې چې افغانستان سقوط وکړي، نړۍوال ځواکونه له ډېری دې مرکزونو هم ووتل او یوازې په کابل هوایي ډګر او د شش درک په قرارګاه کې پاتې شول. ما د کورنیو چارو وزارت له لوري د هوايي ډګرونو د افغان ځواکونو ته د انتقال د کمېټې مشري کوله او یاد مې دي چې کله پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې د نړۍوالو ځواکونو نظامي مرکزونه تخلیه شي او د سیمې د امنیت مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي، بهرنیو ځواکونو خپل ډېری وسلې، وسایط او تجهیزات له ځان سره یوړل. یوازې ځینې تخنیکي وسایل؛ لکه جنراتورونه، مخابراتي اپراتورونه، خالي کانتینرونه چې د ګودام یا استوګنې لپاره کارول کېدل او لږ شمېر مهمات افغان ځواکونو ته وسپارل شول.

معتبرې راپورونه چې د امریکا متحده ایالاتو د رسمي ادارو او رسنیو له لوري خپاره شوي، ښيي چې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ کلونو پورې امریکا متحده ایالاتو د افغانستان ملي پوځ او پولیسو ته د بېلابېلو ډولونو ۵۹۹,۶۹۰ میله وسلې چې سپکې او درنې وسلې پکې شاملې دي، مرسته کړې دي. په دې وسلو کې ډېری یې سپکې وسلې وې؛ لکه M16، M4، او سنایپر ټوپکونه چې شمېر یې ۳۵۸,۵۳۰ میله ته رسېږي. ډېری دغه وسلې د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوې وې.

په همدې موده کې ۱۶,۱۹۱ د ملاتړ وسایل؛ لکه د شپې لید دوربینونه، مخابراتي مانیټرې، کوچني کشفي الوتکې (ScanEagle) او کشفي بالونونه هم امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي دي، چې په دې کې تر ټولو زیات د شپې لید دوربینونه وو چې شمېر ۱۶,۰۳۵ و.

په هوايي برخه کې د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۶ پورې په ټولیز ډول ۲۰۸ الوتکې چې پکې MI-17 او MD-530 هېلیکوپټرونه (۱۱۰ الوتکې)، د ترانسپورتي الوتکو ډولونه؛ لکه C-208، C-128، C-130، T-182، G-222، AN-32 (۶۰ الوتکې)، د برید وړتیا لرونکي A-29 الوتکې (۲۰ الوتکې) او کشفي الوتکې PC-12 (۱۸ الوتکې) شاملې وې، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته شوې دي.

همدارنګه، امریکا متحده ایالاتو په همدې موده کې ۷۵,۸۹۸ د بېلابېلو ډولونو وسایط؛ لکه رینجر، هاموي، لارۍ او ټانکونه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مرسته کړې دي. په دې کې تر ټولو زیات ۴۲,۶۰۴ رینجر موټرونه او ۲۲,۱۷۴ هاموي وسایط شامل وو. دغه دوه ډوله وسایط په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې ورځني ډېر کارېدونکي وسایل وو، چې یوه برخه یې د چاودنو، انتحاري بریدونو او اوږدمهاله کارونې له امله خپل قابلیت له لاسه ورکړی و.

په دې اړه د ایندیپینډنټ ورځپاڼې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۲۵مه راپور ورکړ، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې د هاموي وسایطو د تخریب هڅې سربېره، یوه د پام وړ برخه یې د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

دغه ټولې مرستې د افغانستان ملي پوځ او پولیسو په قطعو او جزوتامونو کې وېشل شوې وې او په مکرر ډول د امریکا متحده ایالاتو له لوري د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د مرستې په توګه یادې شوې دي. د دې پر بنسټ، دا وسلې او وسایط په اصل کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملکیت ګڼل کېږي، نه د امریکا د پوځ برخه.

ایا د دې ټولو تجهیزاتو انتقال ممکن دی؟

په داسې حال کې چې اوس طالبان د یوې سخت دریځې ډلې په توګه چې د ترهګریزو کړنو اوږد تاریخ لري، القاعده، داعش او نورو ډلو ته د دغو وسلو، وسایطو او نظامي تجهیزاتو لاسرسی ورکړی دی او معتبر راپورونه ښيي چې د دغو وسلو یوه لویه برخه د سازمان شویو جنایتکارو ډلو لاس ته لوېدلې ده. حتا د ښاغلي ټرمپ په وینا، طالبان د نړۍ تر ټولو لوی د وسلو په پلورونکو بدل شوي دي. د دې تر څنګ، په افغانستان کې د فشار د یو ځواک نشتوالی چې وکولای شي دغه وسلې له دې ډلو واخلي، د ښاغلي ټرمپ د خبرو عملي کېدل خورا ستونزمن ښکاري.

معتبر رسنیز راپورونه ښيي چې د طالبانو غړو له واک ته رسېدو سره سم، په هرې ولسوالۍ او ولایت کې ګڼ شمېر وسلې، تجهیزات او وسایط لوټ کړي او په ازاد بازار کې یې پلورلي دي. اوس هم د امریکا وسلې په افغانستان کې په ازادو بازارونو او د پاکستان په قبایلي سیمو کې په پراخه کچه موندل کېږي.

د تېرو درېیو کلونو په جریان کې رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا وسلې په کشمیر او منځني ختیځ کې موندل شوي دي. څو ځله داسې لیدل شوي چې داعش په خپلو بریدونو کې له دې وسلو ګټه اخیستې ده.

تازه یو انځور د ایران د حکومت له خوا د نږدې سرچینو له لارې خپور شوی، چې پکې د ایران د پوځ ځانګړي ځواکونه د امریکا د M4 ټوپکونو په زیات شمېر کې کارول ښودل شوي دي. که څه هم د دې وسلو دقیقه منبع معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په باور، د دې وسلو اصلي پلورونکي طالبان دي.

که فرض کړو چې د ښاغلي ټرمپ ټولې خبرې سمې او د امریکا د محرمو اسنادو پر بنسټ دي، ایا ممکنه ده چې دغه وسلې بېرته امریکا ته راوګرځول شي؟ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان د سیمه‌ییزو او نړۍوالو ترهګریزو ډلو لپاره یو خوندي او له کنټرول څخه بهر جنت ګرځېدلی دی. ټولې دغه ډلې د خپلو اړیکو او وړتیاو له مخې دغو وسلو ته لاسرسی لري او د دې وسلو یوه مهمه برخه د طالبانو له کنټرول څخه وتلې ده.

د هغه وضعیت په نظر کې نیولو سره چې زه پرې پوهېږم، حتا که امریکا وغواړي او طالبان هم دې معاملې ته چمتو شي، د پورته یادو شویو دلایلو له امله د دغو وسلو او تجهیزاتو انتقال ممکن نه دی. په ورته وخت کې که حتا په ډېر خوشبینانه حالت کې ټول شرایط برابر شي، د دې وسلو او تجهیزاتو راټولول او انتقال وخت او بودیجې ته اړتیا لري.

زما په باور، د دې وسلو د ترلاسه کولو حل لاره یوازې یو خیال نه دی، بلکې باید د استبداد او ترهګرۍ زړه، یعنې د طالبانو رژیم په نښه شي. د یوه ځواکمن او قانوني دولت په جوړولو سره، چې د خلکو د رایو پر بنسټ او د یو مسوول او غیرمتمرکز جوړښت په لرلو سره رامنځته شي، د دې وسلو د ناوړه استفادې ټولې لارې بندې شي او دغه وسلې بیا د قانون پلي کولو او د عامه امنیت د تامین لپاره وکارول شي.

د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د امریکا د پاتې وسلو زیان څه دی؟

په افغانستان کې مېشتې اسلامي جهادي ډلې؛ لکه طالبان چې د اصلي چتر په توګه عمل کوي، القاعده، تحریک طالبان پاکستان (TTP)، داعش، انصارالله - تاجکستان، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جیش محمد، سپاه صحابه، د ازبکستان اسلامي تحریکاو نورې ډلې، د خپلې سخت دریځې ایډیالوژۍ او ترهګریزو کړنو له امله په ذاتي توګه د افغانستان، سیمې او نړۍ د امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. دغه ډلې په پرله‌پسې توګه هڅه کوي چې د اسلام له دین څخه ناوړه ګټه واخلي او نړۍ ناامنه کړي.

که دغه ډلې پرمختللو وسلو، نظامي تجهیزاتو او د هغو اقتصادي سرچینو ته لاسرسی پېدا کړي چې له سازمان شویو جنایتونو څخه یې ترلاسه کوي، نو په افغانستان او سیمه کې د دوی د ګواښونو رامنځته کولو او پراخو عملیاتو د ترسره کولو وړتیاوې به په بې ساري توګه زیاتې شي. لکه څنګه چې موږ وینو د طالبانو له واکمنۍ وروسته، په پاکستان او ایران کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او جیش العدل ډلو عملیاتي وړتیاوې په ښکاره ډول زیاتې شوې دي، چې د دې یوه مهمه وجه د دغو ډلو لاسرسی نوو وسلو او تجهیزاتو ته ده.

بلخوا، د دغو ډلو د وړتیاو زیاتوالی به د دې لامل شي چې په ټوله نړۍ کې نورې ترهګریزې ډلې او سخت دریځه ذهنیت لرونکي افراد له دوی څخه الهام واخلي او خپلې ترهګریزې کړنې پراخې کړي. د دغو ډلو ګواښونه یوازې په سیمه پورې محدود نه دي، بلکې دوی کولی شي په بېلابېلو هېوادونو کې نورې ترهګریزې ډلې جذب کړي او رهبري یې وکړي، چې دا به نړۍوال امنیت اغېزمن کړي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې اروپایي او امریکایي هېوادونه د داخلي ستونزو او ناپایدار نړۍوال وضعیت له امله د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې زیات زیان‌منونکي دي، دغه ډلې کولی شي د نوو بریدونو لپاره د محرک ځواک په توګه عمل وکړي.

سربېره پر دې، هغه پټې اړیکې چې د بېلابېلو هېوادونو ترهګریزو ډلو ترمنځ رامنځته کېږي، کولی شي د ګواښونو پراختیا، او د مالي او تسلیحاتي سرچینو انتقال په ټوله نړۍ کې رامنځته کړي.

که څه هم دا لا معلومه نه ده چې ایا ښاغلی ټرمپ او د هغه ټیم به د دې پرېکړې په عملي کولو کې جدي وي، خو په افغانستان کې د اوسني وضعیت دوام د نړۍوال امنیت لپاره یو بې‌ساری او نه جبرانېدونکی ګواښ دی. اوس وخت رارسېدلی چې د دغو ګواښونو د مخنیوي لپاره جدي او عاجل اقدامات وشي.

د نړۍ هېوادونه باید په ګډه د ترهګریزو او سخت دریځو ډلو پر وړاندې اغېزمنې او هدفمندې عملي برنامې جوړې کړي. په دې برخه کې د نړۍوالو همکاریو زیاتوالی، پر طالبي رژیم او له دوی سره تړلو جهادي ډلو د سیاسي او اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د مخنیوي اقدامات؛ لکه د استخباراتي سیستمونو پیاوړي کول او د افراطي ایډیالوژۍ د خپرېدو پر وړاندې د ځایي ټولنو ملاتړ اړین دي.

که داسې ونه‌شي، نو ژر یا ناوخته به له افغانستان څخه ترهګریز ګواښونه نورو سیمو ته خپاره شي او نړۍوال امنیت به له یوې جدي ستونزې سره مخ شي.

پایله

د رامنځته شوي عمومي وضعیت په پام کې نیولو سره داسې ښکاري چې ولسمشر ټرمپ د دې حساسې او تحریکونکي موضوع په مطرح کولو سره هڅه کوي د امریکا د عامه ټولنې ذهنیت ځانته راجلب کړي. دا موضوع د حقیقت پر ځای، ډېر احتمال لري چې د کورنیو رایو ترلاسه کولو او طالبانو ته د دوحې هوکړې یا په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو پلانونو د منلو لپاره د فشار وسیلې په توګه وکاروي.

په لومړي سر کې د پاتې وسلو ډېره برخه د طالبانو، داعش او نورو ترهګریزو ډلو تر کنټرول لاندې ده. ښاغلی ټرمپ په اوسني وخت کې په افغانستان کې د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې لپاره هېڅ عملي وسیله یا حل‌لاره په لاس کې نه لري. دا حقیقت ښيي چې د دې ډول ژمنو عملي کول له واقعیت څخه لرې دي او یوازې ساده شعارونه دي.

د دې هدف د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده چې د طالبانو مخالف جریانونو او د افغانستان د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، ترڅو د یو قانونمند حکومت په جوړولو سره د دې ګواښونو مخه ونیول شي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

نور خبرونه

رادیو