بېنېټ په کابل کې د یوه مدني فعال د مړینې په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

۳ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو څخه په کابل کې د یوه مدني فعال حمزه الفت د مړینې په اړه د څېړنو او ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

حمزه الفت د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته په خپل کور کې مړ شوی دی.
تر اوسه د نوموړي د مړینې علت روښانه نه دی.
یاد مدني فعال د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۰مه د کابل په دشت برچي سیمه کې د طالبانو له خوا نیول شوی و او ویل کېږي، چې شاوخوا دوه کاله د طالبانو په بند کې وو.
د راپورونو له مخې، نوموړی له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی و، خو بېرته هېواد ته ستون شوی و.
د الفت کورنۍ ته نږدې سرچینه وایي، چې الفت درې میاشتې مخکې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر نیول کېدو وروسته سخت وهل شوی وو.
بېنېت د یکشنبې په ورځ په خپل اېکس کې لیکلي، چې د الفت د مړینې څرنګوالی په کلکه د اندېښنې وړ دی او په دې اړه یې د طالبانو د څېړنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، طالبانو له حمزه الفت څخه غوښتي و، چې د خپل وضعیت په اړه یې له رسنیو سره خبرې و نه کړي.
حمزه الفت په کابل کې له پېژندل شویو مدني فعالانو څخه و، چې د ښځو په اعتراضونو کې یې هم اغېزمن رول درلود.
د نوموړي مړینې په افغانستان کې د بشري حقونو او د مدني ټولنې د فعالانو د ځپلو په برخه اندېښنې زیاتې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د معترضو ښځو په ګډون سلګونه مدني فعالان او خبریالان نیولي او شکنجه کړي دي.
طالبان بیا د مدني فعالانو ځپل او شکنجه کول ردوي، خو د نیول شویو فعالانو شهادت د دې ښکارندویي کوي، چې د طالبانو په بندخونو کې شکنجې پراخې او وحشیانه دي.

نور خبرونه

رادیو