د کرېکټ نړۍوالې شورا ډلبندي؛ راشدخان لاهم په یو ورځنیو لوبو کې خپل لومړی مقام ساتلی

۶ ورځې مخکې

د کرېکت نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په ډلبندۍ کې راشدخان لاهم په کې لومړی ځای لري.

راشدخان په دغو لوبو کې د ۶۶۹ نمرو سره په دغې ډلبندۍ کې ترټولو مخکښ لوبغاړی دی.
تر نوموړي وروسته له هند لوبډلې څخه کلدیپ یادف د ۶۶۵ نمرو سره په دویم ځای کې دی.
په دغې ډلبندۍ کې د ټولو لسو غوره توپ اچوونکو نومونه راغلي دي.
د دغې ډلبندۍ وروستی یا لسم لوبغاړی د اسټرالیا ادم زمپا دی.
راشدخان د ملا د عملیات او استراحت وروسته د زېمبابوې پر وړاندې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اوریزو لوبلړیو کې برخه واخیسته.
راشد خان د شل اوره لوبو په توپ اچوونکو کې هم اووم ځای لري.
(د لړم په ۲۵مه) بیا د دغې شورا له‌خوا د غوره الراونډرانو یو نوملړ خپور شو، چې په کې راشدخان په درېیم ځای کې دی.

نور خبرونه

رادیو