طالبانو د کمال خان بند اوبه زرنج ښار ته خوشې کړې دي

۴ ورځې مخکې

په نيمروز کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ ادارې رییس وایي، چې د کښتونو او کروندو د خړوبولو لپاره یې د کمال خان بند اوبه زرنج ښار ته خوشې کړې دي.

عبدالقهار حاجي ناصر زياتوي، چې دغه اوبه یې د کروندګرو د پرله پسې غوښتنو په پام کې نيولو سره خوشې کړې دي.

په نيمروز کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ ادارې رییس عبدالقهار حاجي ناصر د شنبې په ورځ ويلي، چې د دوی د انجينرانو او کارکوونکو له لوري به دغه اوبه په عادلانه ډول مديريت او کروندګرو او بڼوالو ته ووېشل شي.

نوموړی زياتوي، چې دغه اوبه به د دريو ورځو په شاوخوا کې «لښکري کانال» ته هم ورسيږي.

حاجي ناصر وایي، اوسنی موسم د غنمو، وربشو او ورته نورو غله جاتو د کر مناسب وخت دی او دوی هڅه کوي، چې بزګرانو او کروندګرو ته لا ډېر امکانات برابر کړي.

طالب چارواکي په افغانستان کې د بندونو په جوړولو او د اوبو پر مهار او مدیریت ټینګار کوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې «هیڅوک نشي کولی په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو مخه ونیسي.»

ایران په مکرر ډول د طالبانو د اوبو پر پالیسیو نیوکې کوي.

نور خبرونه

رادیو