ایران له امریکا او اسراییل سره د کړکېچ په ترڅ کې د ځمکې لاندې نوې سمندري اډه پرانیستې

۳ ورځې مخکې

د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د دویمې دورې له پیل څخه دوه ورځې وړاندې رسنیو راپورونه ورکړ، چې ایران د شنبې په ورځ په یوه ناڅرګند ځای کې د ځمکې لاندې د سمندري توغندیو یوه اډه پرانیستله.

د دې اډې پرانیستل داسې مهال افشا شوې، چې له واشنګټن سره د ایران د کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
ایراني مشران اندېښمن دي، چې ټرمپ ممکن د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته واک ورکړي، چې د ایران اټومي تاسیسات په نښه کړي.
د ایران د دولتي ټلویزیون په راپور کې راغلي، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ مشر جنرال حسین سلامي له پټې اډې څخه لیدنه کړې.
سلامي ویلي:« چې د ځمکې لاندې جوړه شوې اډه د اوږد واټن توغندیو د توغولو او د لېرې جنګ کولو وړتیا لري».
سلامي وویل: "موږ د ایران ستر ملت ته ډاډ ورکوو، چې د دوی ځوانان د دې وړتیا لري چې د لویو او وړو دوښمنانو په وړاندې په سمندرونو کې له جګړې څخه باعزته او بریالي راووځي."
ایران چې وايي بالسټیک توغندي یې د امریکا او اسراییلو پر وړاندې یو مهم مخنیوی او غچ اخیستونکی ځواک دی، په تېرو وختونو کې یې د ځمکې لاندې د توغندیو څو ښارونه پرانیستي دي.

نور خبرونه

رادیو