اسراییلي پوځیانو د سې شنبه په ورځ د لویدیځې غاړي په جنین ښار بمباري کړې، چې لږ تر لږه اته تنه یې وژلي دي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنېاهو دا «لوی او مهم پوځي عملیات» بللې دي.
رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې د اوربند له پیل څخه یوازې دوه ورځې وروسته دا بریدونه ترسره شوي، چې په لوېدیځه غاړه کې د لا زیات تاوتریخوالي ګواښ په ګوته کوي.
په وروستیو کلونو کې اسراییلي پوځ پر جنین ښار پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
حماس هم پر فلسطینیانو غږ کړی، چې د اسراییل پر ضد جګړه لا پسې پراخه کړي.
پر غزې د اسراییل برید د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه د حماس ډلې لهخوا د اسراییل پر سویلي سیمو له بریدونو وروسته پیل شو.
په دغو بریدونو کې له ۱۱۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۴۰ کسان یرغمل شول.
له هغه وروسته اسراییل هم پر غزې بریدونه پیل کړل، چې په تېرو ۱۵ میاشتو کې د غزې په شاوخوا کې ۴۷ زره فلسطینیان ووژل شول او لږ تر لږه ۱۱۰،۲۶۵ کسان ټپیان شوي دي.