ترکي چارواکو خبر ورکړی، چې د ترکیې په شمال لویدیځ کې د سکي په یوه تفریح ځای کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وایي، چې اور د شپې په اوږدو کې د بولو ښار د کارتالکایا په تفریح ځای کې د هوټل دننه ولګېد.
هغه زیاته کړه، چې ۳۲ ټپیان یې هم د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدولي دي.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه اور د کابو کولو لپاره سیمې ته شاوخوا ۲۶۰ کسان یې استولي دي.
د ترکیې د ټي ار ټي خبري اژانس سره په خبرو کې د بولو والي عبدالعزیز ایډین وویل، چې اور سهار مهال په شاوخوا ۳:۳۰ بجو د ۱۱ پوړیز هوټل په څلورم پوړ کې ولګېد.
هغه زیاته کړه، چې د اور لګېدو لامل به د چارواکو لهخوا وڅېړل شي.
ښاغلي ایدین دارنګه انادوله دولتي خبري اژانس ته وویل، چې دوه قربانیانو د ویرې له امله ځانونه له دغې ودانۍ ښکته ګوزار کړي دي.
هغه وویل، په هوټل کې ۲۳۴ میلمانه اوسېدل.
د تصویرونو له مخې د هوټل چت او پورتنيو پوړونو اور اخیستي و.
کارتالکیا په ژمي کې د سېلانیانو لپاره د ترکیې د مېله ځایونو یو له غوره ځایونو څخه دی، چې د سکي موسم په لړ کې زرګونه سېلانیان دغلته ورځي.
دغه سیمه د استانبول ختیځ ته شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره (۱۸۳ میله) لرې پرته ده.