حال وش: په سیستان او بلوچستان کې سپاه پاسداران افغان کارګران په زور کار کولو ته اړباسي

۴ ورځې مخکې

د حال وش د بشري حقونو سازمان وايي، په سیستان او بلوچستان کې د ایران سپاه پاسداران ځواک، افغان کارګران له ایرانه د ایستلو په ګواښ په زور کار ته اړباسي.
یاد سازمان زیاته کړه چې دغه کارګران د جالق په ښار کې د سپاه پاسداران اړوند د ودانۍ جوړولو په کار بوخت دي.

د بشري حقونو سازمان حال وش نن شنبه د (مرغومي ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د سپاه پاسداران ځواکونو د سیستان او بلوچستان په جالق ښار کې افغان کارګران د یوه «منظم پلان» له مخې راټول کړي او د سپاه پاسداران اړوند یوې ودانۍ کې په زور کار پرې کوي.
دغه سازمان ته یې سرچینې ویلي: «دغه عملیات د جالق ناحیې د بسیج مقاومت د مشر تر څارنې لاندې د مهدي ابراهیم زاده او د هغه د مرستیال (هراتي) چې د زابل اوسیدونکی دی ترسره کیږي.»
راپورونه ښیي چې د سپاه پاسداران ځواکونه، کارځایونو او رغنیزو پروژو ته ورځي او افغان کارګران د دوی له خوښې پرته د سپاه پاسداران اړوند درې پوړیزې ودانۍ ته د کار لپاره لیږدوي او په زور یې کار کولو ته اړباسي.
حال وش ټینګار کړی چې هغه کارګران چې د سپاه د دغه کار په وړاندې اعتراض کوي، هغوی په دې ګواښي چې د بې اسناده کارګرانو د ګومارلو په قضیه کې یې نیسي او له ایرانه یې په ایستلو ګواښي.
حال وش د ایران د سپاه پاسداران دغه کړنې د «بشري او اخلاقي حقونو ښکاره سرغړونه» او په ایران کې د کار د قوانینو او د کډوالو د حقونو خلاف کړنه بللې ده.
واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته په افغانستان کې د پراخې بې وزلۍ او بېکارۍ له امله د ایران په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو ته بې شمېره افغانان ولاړل. د ایران حکومت افغان کډوال ځوروي، کار نه ورکوي، زنداني کوي او په زور یې له دغه هیواده باسي، چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت امنیتي ځواکونه او ځينې فعالان بیرته د طالبانو له لوري نیول کیږي او ځینې هغه یې وژلي هم دي.

نور خبرونه

رادیو