د هند د بهرنیو چارو وزارت د (مرغومې ۲۸مه) د جمعې په ورځ ویلي چې هېواد یې غواړي د طالبانو تر واک لاندې افغانسان سره د پرمختیایي همکاریو په برخه کې نور تعامل وکړي او د بشري مرستو کچه هم لوړه کړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جایسوال په یوې خبري غونډه کې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام میسري او د طالبانو د بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي وروستۍ لیدنې ته په اشارې سره ویلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د "لوړې کچې د تعامل" یوه بېلګه وه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر د روانې میاشتې په پیل کې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي و، چې دا د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ میاشتې راوروسته د دواړو لوریو د اړیکو په ډېریدو کې مهم ګام ګڼل کېږي.
رندیر جایسوال د خبري ناستې پر مهال زیاته کړه: "موږ په کابل کې تخنیکي استازولي لرو او په تېرو کلونو کې مو څو ځله په ګډه د تعامل غونډې ترسره کړې دي. دا تر ټولو د لوړې کچې تعامل و او موږ په ښکاره ویلي چې غواړو د بشري مرستو کچه زیاته کړو او له طالبانو سره په پرمختیایي همکاریو کې تعامل وکړو."
نوموړي څرګنده کړې چې هند غواړي د افغانستان له خلکو سره خپلې اوږدمهاله اړیکې د بشري او پرمختیایي ملاتړ له لارې وساتي.
جایسوال ټینګار وکړ: "موږ غواړو په دواړو برخو کې پرمختګ وکړو،یعنې د بشري مرستو او پرمختیایي همکاریو په برخه کې، چې د افغانستان له خلکو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړو. موږ همدارنګه غواړود سپورټ په برخه کې هم نورې اړیکې ولرو. تاسو ولیدل چې څو افغان کرکټ لوبغاړي د هند په پریمیر لیګ (IPL) کې لوبېږي، او ګرتر نویدا د هغوی د کورني لوبغالي په توګه کارول کېږي. دا هغه برخې دي چې موږ غواړو خپلې اړیکې پراخې کړو، چې د بشري مرستو، پرمختیایي همکاریو او د افغانستان د خلکو په ګټه خپل تعامل لا پراخ کړو."
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وزیر له امیرخان متقي سره په لیدنه کې ټینګار کړی و چې هېواد یې غواړي د افغانستان له خلکو سره نورې بشردوستانه او پرمختیایي مرستې وکړي.
هند همدارنګه هوکړه کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د چابهار بندر له لارې سواګریزې راکړې ورکړې پیاوړې کړي. دغه هېواد له طالبانو سره ژمنه کړې چې د روغتیا، کډوالو او بیا رغونې په برخه کې به هم ورسره مرستې وکړي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې له طالبانو سره د هند د اړیکو پر زیاتیدو ګاونډي هېواد پاکستان خوشاله نه برېښي او یاد هېواد په افغانستان کې د هند له پراخیدونکي نفوذ څخه وېره لري.
تر دې دمخه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب او هندي چارواکو ترمنځ لیدنو کتنو د پاکستاني سیاستوالو غوسه راپارولې او په افغانستان کې یې د هند فعالیتونو نوی پیل د خپل هېواد لپاره خطرناک ګڼلی دی.