د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یو این ایچ سي ار د (مرغومې ۲۹مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات په انجیل ولسوالۍ کې یې ۴سوه تنو ته چې اکثریت به یې ښځې وي د غالۍ اوبدلو تر څنګ د پروسیس یو مرکز هم جوړوي.
یاد سازمان خبر ورکړی چې د دغه مرکز ودانیزې چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به تر بشپړیدو وروسته په کار پیل وکړي. دغه سازمان خبر ورکړی چې په دغه مرکز کې به د غالیو د پروسس برخه هم وي، چې غالۍ پلور ته چمتو شي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ زیاته کړې چې دغه مرکز د سعودي عربستان په مالي مرسته جوړېږي چې د غالیو اوبدلو د صنعت د پیاوړتیا په برخه کې به ځانګړی رول ولوبوي. د یاد سازمان د معلوماتو له مخې د دغه مرکز جوړیدل به په سیمه کې د غالیو اوبدونکو په اقتصادي ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دغه مرکز ودانیزې چارې به تر کومې نېټې بشپړې شي.
تر دې دمخه په بلخ، ننګرهار او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ښځو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو له لوري د غالیو اوبدلو د مرکزونو جوړیدو راپورونه خپاره شوي دي؛ خو ویل کېږي چې په ځینو ولایتونو کې طالبانو دغو مرکزونو ته د ښځینه غالۍ اوبدونکو د ورتګ مخه نیولې ده.
د نړۍ په بازارونو کې د افغان ښځینه اوبدونکو غالۍ په خورا لوړو بیو پلورل کېږي؛خو په کور دننه بیا له دغه صنعت څخه دوی خورا کمه ګټه لاسته راوړي او یوازې د کورنیو د خوراکي توکو اړتیاوې یې پرې پوره کېږي.
د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته له هېواد څخه د غالیو د صارداتو کچه هم خورا ټیټه شوې چې له امله یې دغه صنعت او کاروبار هم ټکنی شوی دی؛ خو طالبان د خپلو تبلیغاتو له مخې برعکس څرګندونې کوی.
غالۍ اوبدنه د افغانستان له پخوانیو صنعتونو څخه ګڼل کېږي چې د هېواد شمالي ولایتونو یې د اوبدلو مهمې سیمې بلل کېږي چې د دغه صنعت په برخه کې تاریخي مخینه هم لري.