په پولنډ کې افغان سفیر دنده پرېښوده او پرځای یې یو بل افغان ډېپلوماټ وګومارل شو

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۹

په پولنډ هېواد کې د افغانستان سفارت یو مکتوب چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې ده، ښيي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر طاهر قادري خپله دنده پرېښې او له دغه هېواده وتلی دی.

د مکتوب له مخې، د قادري پرځای د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارکوونکی عبدالحی حیدر ټاکل شوی دی.

په پولنډ کې د افغانستان سفارت د کونسلي برخې مسوول سید اسماعیل یوسفي په لاسلیک د روان کال د مرغومي پر ۲۷ مه یو مکتوب د افغانستان د سفارتونو او کونسلګریو شورا ته لېږلی دی.

په مکتوب کې راغلي چې د پولنډ لپاره د تېر جمهوري حکومت سفیر طاهر قادري دنده د روانې جنوري میاشتې پر ۱۴ نېټه پای ته رسېدلې ده.

په مکتوب کې د هغه د دندې پای ته رسېدو علت په کوربه هېواد کې د هغه نشتوالی او شخصی ستونزې یادې شوې دي.

طاهر قادري د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په امر په پولنډ کې د سفیر په توګه ټاکل شوی و.

د نوموړي پر ځای ټاکل شوی شارژدافیر او د سفارت سرپرست عبدالحی حیدر ټاکل شوی. حیدر په پولنډ کې اوسېږي او د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې کاري سابقه لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت تېرکال د خپلې لومړۍ اعلاميې په خپرولو سره د پولنډ په ګډون په بریټانیا، بلجيم، سويس، اتريش، فرانسه، ايټاليا، یونان، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټراليا هېوادونو او د جرمني په برلين او بن ښارونو کې د افغانستان سياسي استازوليو چارې د فساد او له دوی سره د نه همغږۍ له کبله د تېرکال د جولای له ۳۰مې نېټې څخه بې اعتباره اعلان کړې.

نور خبرونه

رادیو