د افغانستان په ختیز کې یو کان کیندونکی د بیروجو پر یوه ډبره اوبه اچوي، چې ځلند شین کاڼی وبرېښي.
دا د طالبانو د هغې پراخې ستراتېژۍ یوه برخه ده، چې غواړي د افغانستان طبیعي زېرمې د عوایدو په یوې مهمې سرچینې بدلې کړي خو کارپوهان وايي، د تخصص او نظارت کمښت اوږدمهاله ګواښونه پېښوي.
طالب چارواکي، چې د امنیت د بېرته راتګ ادعا کوي، هڅه کوي محلي او بهرني پانګوال جذب کړي، چې د هېواد معدني شتمنۍ استخراج کړي، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د نظارت کمښت د اوږدمهاله خطرونو سبب کېدای شي.
د امریکا او ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت شاوخوا یو ټریلیون ډالره دی.
زمرد، یاقوت، مرمر، سره زر او لیتیم د هغو طبیعي زېرمو له ډلې دي، چې د افغانستان له غرنیو سیمو لاندې دي.
واک ته د طالبانو له راتګ راهیسې دکان کیندنې له ۲۰۰ ډېر تړونونه لاسلیک شوي، چې زیاتره یې له محلي شرکتونو سره دي او د میلیاردونو ډالرو ارزښت لري.
د استخراج او مدیریت ستونزې
د طالبانو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان وايي، « موږ غواړو افغانستان اقتصادي خپلواکي ولري، خو زموږ پر وړاندې خنډونه موجود دي. نه متخصصان لرو، نه زېربناوې، نه کافي تجربه».
طالب چارواکي د هر هغه پانګوال هرکلی کوي، چې غواړي پانګونه وکړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د کان کیندنې تجربه لري.
کارپوهان وايي چې ډېری تړونونه لا هم د کشفي کان کیندنې لپاره دي، چې کلونه وخت نیسي او ښايي کمې پایلې ورکړي.
د امریکا جیولوجيکي سروې رپوټ ښيي چې د ډبرو سکرو، تالک او کرومایټو تولید په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې زیات شوی.
د طالبانو حکومت لومړیتوب هغو زېرمو ته ورکوي، چې بازار ته ژر وځي، لکه د ډبرو سکاره او کرومایټ، خو لیتیم لپاره بیا د نړیوالو بیو لوړېدو ته انتظار باسي.
د معدني سکتور کارپوه جاوېد نوراني فرانس پرېس ته وویل، « حکومت له خپل ظرفیت نه لس چنده زیات قراردادونه خپروي»، چې دا د مدیریت ستونزې رامنځته کولی شي.
چینايي شرکتونه د افغانستان د کان کیندنې سکتور کې مهم لوبغاړي ګرځېدلي. د چین دولتي شرکت(اېم سي سي)د مس عینک کان بېرته فعال کړی، چې د نړۍ دویم ستر د مسو کان دی. چینایي شرکتونو د سرو زرو او مسو لپاره درې لوی قراردادونه لاسلیک کړي.
د ایران، ترکیې، ازبکستان، او قطر په څېر هېوادونه هم هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو بازار ته ننوځي.
د طالبانو د حکومت رسمي شمېرې ښيي چې د کان کیندنې سکتور له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۵۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي.
چاپېریالي زیانونه
چینایي شرکتونه، چې ډېری د چاپېریالي قوانینو سخت مراعات ته لېوال نه دي، د افغانستان د کانونو په برخه کې د کمزورې څارنې له کبله زیاتې اقتصادي ګټې ترلاسه کولی شي.
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیر باز کمینزاده وايي، « په هغو هیوادونو کې چې سخت مقررات لري، تاسې به د کانونو د پیل لپاره میلیاردونه ډالره مصرف کوئ»، خو زیاتوي، چې په افغانستان کې، چیرې چې څارنه لږه ده، «پانګوال ګټه ویني».
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کان کیندنې ډېران د چاپېریال لپاره جدي خطرونه لري. له کانونو د را ایستل شويو توکو ستره برخه نه کارېږي او که د اوسپنې سلفایډ معدني ډېران په ناسم ډول وغورځول شي نو له باران سره د تماس په پایله کې د ځمکنیو اوبو د ککړتیا لامل ګرځي.
جیوفزیکي کارپوه ډیوډ چیمبرز چې د کان کیندنې د خوندیتوب مشورې ورکوي، اې ایف پي ته وویل، چې شرکتونه زیاتره وخت ګټه له خوندیتوب مهمه ګڼي.
هغه زیاتوي، « هر ډالر چې تاسې د خځلو او ډیران د مدیریت یا د اوبو د پاکوالي لپاره نه لګوئ، هغه ستاسې ګټه ده، خو دا کار د اوږدمهالو زیانونو لامل کېدای شي».
اصلي خطر د کانونو ډېران یا فاضله مواد دي. له کان نه یوازې یوه سلنه را اېستل شوي توکي کارېږي، پاتې ۹۹ سلنه فاضله مواد دي، چې د ځمکنیو اوبو د ککړتیا سبب کېدای شي.
د طالبانو د کانونو وزارت ادعا کوي چې موجودو قوانینو ته ژمن دي، خو د کانونو د تصفیې لپاره یې مشخص تفصیلات نه دي ورکړي.
د طالبانو حکومت له کانونو د عوایدو ترلاسه کولو هڅې داسې مهال کوي، چې د مدیریت، چاپیریالي زیانونو مخنیوي، شفافیت او نړیوالو مقرراتو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.