د طالبانو له لوري د سیاسي فعالیتونو تر څنګ له سختو بندیزونو سره مخ حامد کرزي په کابل کې د خپل کور دننه له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
د هغه رسنیز دفتر په دې تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان پخواني ولسمشر په یاده ناسته کې پر ملي تفاهم ټینګار کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په یاده ناسته کې د سولې او ثبات د تینګښت په موخه په هېواد کې پر ملي تفاهم ټینګار کړی او افغانستان یې د ټولو قومونو شریک کور ګڼلی دی.
د حامد کرزي په وینا؛ په هېواد کې ټول قومونه برابر حقونه لري.
له بل پلوه د افغانستان پر حالاتو څارونکي بنسټونه په دې باور دي، چې د طالبانو اوسنۍ واکمني قبیلوي جوړښتونه لري او د طالبانو په کابینه کې ډېری وزیران یوازې د یوې مشخصې سیمې پورې تړاو لري.
تر دې څو ورځې مخکې په کابل کې یو شمېر دیني عالمانو نیوکه وکړه، چې ملا هبت الله د کابینې دولس وزیران یوازې له کندهاره ټاکلي دي.
یادو دیني عالمانو چې اوس د طالبانو له لوري زنداني شوي د طالبانو مشر د اسلامي شریعت له مخې د عدالت پر نه پلي کېدو تورن کړی و او نیوکې یې کړې وې، چې د واک په وېش کې یې انډول نه دی ساتلی. د طالبانو استخباراتو له دې څرګندونو وروسته سمدستي یاد دیني عالمان نیولي او راپورونه ترلاسه شوي، چې دغه عالمان اوس د طالبانو له لوري له سختو شکنجو سره مخ دي.
حامد کرزی او د هغه سیاسي ملګري هم له دغو بندیزونو خوندي نه دي پاتې.
د طالبانو د پرېکړو له مخې کرزی د هېواد دننه او بهر هېڅ ډول سیاسي سفرونه نشي کولای او نه هم د سیاسي غونډو د ترسراوي اجازه لري.
د حامد کرزي ناستې یوازې په کابل کې د هغه تر کوره محدودې دي؛ خو داسې راپورونه هم شته چې د هغه ټولې ناستې د طالبانو له لوري څارل کېږي.
طالبانو د خپلې روانې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ټول سیاسي ګوندونه لغوه کړل او د دوی پر هر ډول سیاسي فعالیتونو یې د هېواد دننه سخت بندیزونه ولګول.
د دغو ګوندونو په ډله کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب هم شامل دی، چې څو ځلې د طالبانو له لوري له فعالیتونه راګرځول شوی او حکمتیار ته یې په دې تړاو ګواښونه هم کړي دي.
نړۍوالې ټولنې او افغان سیاستوالو په وار، وار له طالبانو غوښتي، چې یو ټولګډونه حکومت دې رامنځته کړي او پر نجونو د زدهکړو بندیزونه دې هم ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی.