یونېسف: تېر کال مو په افغانستان کې له ۱۷‌زرو ډېر ماشومان له خپلو کورنیو سره یوځای کړي

۵ ساعتونه مخکې

د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونېسف» وایي، چې تېر کال یې په ټول افغانستان کې له ۱۷،۴۰۰ څخه ډېر ماشومان په بریالیتوب سره د خپلو کورنیو سره یوځای کړي دي.

د یونېسف له‌خوا په خپور شوي یو تصویر کې هغه زړه راښکوونکې شېبه ښکاري، چې د ناصر په نوم یو ورک شوی تنکی ځوان د خپلې کورنۍ سره یو ځای کېږي.

ناصر له کلونو جلاوالي وروسته په خوښۍ سره د خپل نېکه غېږې ته ورستون شو.
له خپلې کورنۍ سره د ناصر بیا یو ځای کېدل په یوه سیمه‌يیز ټولنیز مرکز کې هغه مهال ترسره شو، چیرې چې ۱۰ کلن ناصر خپل نېکه په غېږ کې ټینګ ونیو او د خوښۍ اوښکې د دواړو په مخونو روانې شوې.

د ناصر نېکه وویل:« ما هیڅکله داسې نه ګڼله، چې زه به بیا خپل لمسی وګورم.»

د ناصر نېکه، چې په ښکاره ډول له احساساتو ډک و وویل:« دا شېبه زما او زموږ د کورنۍ لپاره تر هرڅه نه هېرېدونکې شېبه وه.»
د کورنیو د بیا یوځای کېدو لپاره د یونېسف نوښت په داسې یو هیواد کې خورا مهم دی، چې شخړې او بې ځایه کېدنې یې ډېرې زغملي او بې شمېره ماشومان د خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

دا بیا یوځای کېدنه نه یوازې د کورنۍ اړیکې بېرته سره جوړوي؛ بلکې ماشومانو ته د روانو ننګونو په وړاندې هغوی ته د ثبات او امنیت احساس هم ورکوي.
د یونېسف استازي وویل:« زموږ همکاران په نه ستړي کېدونکي ډول د ماشومانو د موندلو او د هغوی د کورنیو سره د یوځای کولو لپاره کار کوي او غواړي ډاډ ترلاسه کړي، چې د ناصر په څېر هیڅ ماشوم د خپلې کورنۍ له غېږې لرې پاتې نه شي.»

نور خبرونه

رادیو