په مالیزیا کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد له لوی مفتي سره لیدلي دي

۵ ورځې مخکې

په مالیزیا کې د طالبانو سرپرست سفیر نقیب الله احمدي د دغه هېواد له مفتي دوکتور لقمان عبدالله سره لیدلي، په دغه لېدنه کې په دوه اړخېزه همکارۍ او د افغانستان او مالیزیا په سیاسي لېد لوري خبرې شوي.

د باختر خبري اژانس چې اوس د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي په خبر کې راغلي چې په مالیزیا کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد د فدرالي ایالاتونو (کوالالمپور، پوتراجایا او لبوان) له مفتي دوکتور لقمان عبدالله سره په لیدنه کې د افغانستان او مالیزیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پياوړتيا، د دواړو هېوادونو پر سیاسي لیدلوري، د محاکمو اړوند او نورو موضوعاتو اړه خبرې کړي.

په راپور کې راغلي چې د فدرالي ایالتونو مفتي، د مالیزیا او افغانستان پر نږديوالي خوښي څرګنده کړې او له افغانستان سره يې د خپلې ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

یاده دې وي چې د مالیزیا د وزارت خانو پلاوي په تېر ۲۰۲۴ کې افغانستان ته په خپل سفر کې د بهرنیو چارو له وزیر مولوی امیر خان متقي سره په لېدنه کې ویلي وو، مالیزیا هوډ لري چې د افغان ډیپلوماټانو لپاره د لنډ مهاله روزنیزو پروګرامونو د تنظیم، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو، د افغان ملکي خدمتونو د کارکوونکو لپاره د محاسبې او پراختیا او د مسلکي پروګرامونو د تنظیم په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نور خبرونه

رادیو