د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل تازه پیغام کې چې د (مرغومې ۲۸مه) یې اېکس پاڼه کې یې خپور کړی، پر طالبانو سختې نیوکې کړي دي.
هغه ویلي، هره واکمني چې د خلکو په اراده او اساسي قانون ولاړه نه وي، نه مشروعیت لري او نه هم د افغانستان لپاره د حل لاره ده.
امرالله صالح ویلي، طالبانو د افغانستان سیاسي، ولسي او ملي بنسټونه له منځه وړي او د شریعت له جعلي تعبیر څخه په ګټې اخیستنې خپلې واکمنۍ ته د مشروعیت ورکولو هڅې کوي.
هغه ټینګار کړی چې د طالبانو دغو کړنو نه یوازې بې ثباتۍ او فساد ته لاره برابره کړې، بلکې د یوې خونړۍ کورنۍ جګړې خطر یې هم زیات کړی دی.
صالح زیاته کړې چې د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لار دا ده چې د خلکو په ملاتړ یو داسې مشروع حکومت جوړ شي چې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ وي.
هغه دا رنګه لیکلي: « د اساسي قانون منځپانګه او ډول د خلکو حق او واک دی. نړیوال باید د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اساسي قانون پر بنسټ تعامل وکړي او دا چاره کولای شي چې د طالبانو ضد خوځښتونه سره یو ځای کړي».
امرالله صالح همدارنګه ویلي چې له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو سره یې خبرې کړي او ژر به د دغو هڅو پایلې ښکاره شي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د اساسي قانون جوړولو په اړه روښانه مخینه لري او دا موضوع ورته نوې نه ده.
صالح د طالبانو د حکومت جوړښت په کلکه غندلی او ویلي یې دي چې د خلکو له ملاتړ پرته په زور واکمني کول یوازې د ناورین، فساد او بدمرغۍلامل ګرځي. هغه له نړیوالو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې عملي ګامونه واخلي چې افغانستان له اوسني ناوړه حالت څخه راووځي.
د جمهوري نظام دغه پخوانی مرستیال د طالبانو ضد یو له هغو څیرو څخه دی چې د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې پنجشیر ته ولاړ او هلته یې د دغې ډلې خلاف د ملي مقاومت په نامه د جګړې اعلان وکړ؛ خو له څه مودې تېریدو وروسته له هېواده ووت.
هغه تر دې دمخه هم له نړیوالو مرستندویه بنسټونو، بهرنیو هېوادونو او امریکا څخه غوښتي و چې پر طالبانو دې سخت بندیزونه ولګوي او ورسره دې مرسته وکړي، چې د طالبانو واکمني ړنګه کړي.