د طالبانو د سترې محکمې پلاوی د بندیانو د ستونزو د حل لپاره ایران ته لاړ

۳ ورځې مخکې

طالبان وایي د دوی د سترې محکمې د اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ يو پلاوی د قضایي همکارۍ د پياوړتيا او د زندانیانو د ستونزو د حل لپاره ایران ته لاړ.

د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوي هم نږدې دوه میاشتې وړاندې له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه په کابل کې خبرې کړې وي.

د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د سترې محکمې د ادارD مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوی به په دې دوه ورځني سفر کې د ایران د عدليې له وزير، د محکمو د استرداد کمېټې له مشر او نورو لوړ رتبه ایراني چارواکو سره وګوري.

د مرستیال ویاند د مالوماتو له مخ، چې ایران ته د طالبانو فضايي پلاوي د تګ موخه د قضایي همکارۍ پیاوړتيا، په ایران کې د افغان بنديانو د حقونو تامين، په اعدام د محکومو افغانانو لپاره بديلې لارې لټول او د زندانیانو د سپارلو چاره تعقیبول دي.

د بشری حقوقو سازمان هه‌نګاو چې له بهره د ایران پېښې څاري، په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ایران حکومت د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ زندانیان اعدام کړي دي.

د همدې سازمان د مالوماتو له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۴ افغان بندیان اعدام کړي دي.

نږدې دوه میاشتې مخکې ایراني پلاوي له طالب چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو د پر تبادله خبري وکړې.

خو دا لا روښانه نه ده، چې په ایران کې څومره افغانان بندیان دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

نور خبرونه

رادیو