د بښنې نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د دغه هیواد په پلازمېنه اسلام اباد او راولپندۍ کې دې نیول شوي افغان کډوال ژر تر ژره خوشې کړي.
دغه سازمان وايي، افغانان په پاکستان کې له وېرې ډک ژوند تېروي.
د بښنې نړۍوال سازمان نن جمعه د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستاني امنیتي ادارو د نوي زېږدیز کال له پیل سره سم په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو په کورونو د شپې او ورځې چپاوو وروړی او سلګونه افغان کډوال یې بندیان کړي.
دغه سازمان په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې سملاسي نیول شوي افغانان خوشې کړي او دوی ته د اوسیدو په برخه کې د قانوني اسنادو د ورکولو اسانتیا رامنځته کړي.
د روان ۲۰۲۵ کال له پیل سره سم د پاکستان امنیتي ادارو او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د افغانانو په کورونو شپه او ورځ چاپې ووهلې او تر زرو یې ډېر افغانان یې ونیول او شاوخوا ۲۰۰ یې ترې افغانستان ته وایستل چې په دې کې ښځې او ماشومان هم شامل وو.
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې په اسلام اباد کې دې د افغانانو لپاره د (پاتې کېدو سند) تازه شوې سخته پرېکړه لغوه کړي او افغان کډوالو ته دې د اوسیدو اسانتیا برابره کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او په زور افغانستان ته د ستنولو په غبرګون کې پر دغه هېواد غږ کړی و، چې د افغان کډوالو نیول، بنديانول او ځورول ودروي.
د اسلام اباد په ایف ۱۸ فیصل ټاون سیمه کې همدا نن سهار هم پولیسو پر کورونو او دوکانونو چاپه وهلې او ۱۴تنه افغان کډوال یې ونیول او زندان ته یې یوړل.