ملا برادر له افغان او بهرنیو پانګوالو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي

۶ ورځې مخکې

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، دغې ډلې د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او پانګوالو ته په صنعتي ساحو کې ځمکې، امتیازونه او اسانتیاوې په پام کې نیولي دي.

‏نوموړي دغه څرګندونې نن (د مرغومي په ۲۷مه نېټه) «په افغانستان کې پانګونې ته بلنه» تر سرلیک لاندې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
طالبانو ویلي، چې په دغې غونډه کې د دوی د ډلې د کابینې یو شمېر وزیرانو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د نړۍوالو بنسټونو استازو، ملي سوداګرو، پانګوالو او د خصوصي سکټور استازو هم برخه اخیستې وه.
ملابرادر ویلي، چې دغې ډلې د اقتصادي ودې، د کاري فرصتونو په برابرولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه بنسټیز ګامونه اخیستي دي.
هغه زیاته کړې، چې د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې ټول صنعت‌کاران او سوداګر تر پنځو کلونو پورې د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو معاف دي.
هغه وړاندې ویلي، چې بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کېږي.
هغه دا رنګه د طالبانو تر واک لاندې ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د پېرلو پرمهال دې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
هغه له ټولو افغان صنعت‌کارانو او پانګوالو غوښتي، ‏چې خپل صنعت او پانګه افغانستان ته انتقال کړي او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي بیا وایي: «د دغې ډلې ټول فعالیتونه اقتصاد محوره دي او موږ دغه چاره په خپلو فعالیتونو کې ثابته کړې ده.»
‏هغه وایي، نن د خصوصي سکټور په هڅه او نوښت په افغانستان کې د اقتصادي يرمختګونو شاهدان یو.
خو لا هم د سوداګرو تر څنګ ګڼ افغانان اړ اېستل کېږي، چې له هېواده پښې سپکې کړي.

د طالبانو له‌خوا د مېرمنو تر څنګ د خلکو پر ازادیو لګېدلو بندیزونو خلک اړ اېستي، چې له خپل هېواده کډه وکړي.
د دې تر څنګ ګڼ افغان پانګوال د طالبانو د واکمنۍ په څپ څپانده حالت ډاډمن نه دي او نه هم نړۍوال پانګوال په افغانستان کۍ پانګونې ته زړه ښه کوي.

نور خبرونه

رادیو