که څه هم د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په خپل کلني راپور کې په ځانګړې توګه د کومې ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس بیا په یو راپور کې لیکلي، چې له افغانستانه تښتېدلو د داعش مشرانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي.
د دغه کمېسیون په وینا، دغو کسانو اوس د بلوچستان او خیبرپښتونخوا په ځینې قبایلي سیمو کې روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.
په راپور کې راغلي، داسې باوري اطلاعات په لاس کې لري چې له مخې یې «د کراچۍ او اسلام اباد هوایي ډګرونو له لارې په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا په ځینو قبایلي سیمو کې خپلو مرکزونو ته له ځینو اسیايي او اروپايي هېوادونو څخه نوي جذب شوي کسان را انتقالوي او کېدای شي په راتلونکو میاشتو کې له دغو کسانو څخه په استفادې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو هڅه وکړي.»
دغې ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ د دې شومې پروژې د تخریبي کړنو یوه مهمه موخه افغانستان و.
راپور کې زیاته شوې، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې داعش ډله په بشپړ ډول ځپلې ده.
په راپور کې راغلي، چې د بهرنیانو په ګډون د دغې ډلې د لویو بریدونو طراحان او پلي کوونکي او سلګونه غړي یې وژلي او یا یې هم نیولي دي.
راپور وړاندې لیکي، چې تر ډېره حده په تېرو دوولسو میاشتو کې د دوی د بریدونو مخه ونیول شوه.
د راپور له مخې، کوم محدود بریدونه چې دوی ترسره کړي، دغه ټول بریدونه له افغانستانه بهر طرحه شوي وو او عاملان یې هم له بهر څخه افغانستان ته راغلي وو.
د راپور په ټکو، دغه بریدونه له بهرنیانو او په ځانګړې توګه د تاجکستاني او پاکستاني وګړو پر مټ ترسره شوي وو.
په دغه راپور کې دارنګه د جنايي جرمونو، له نشهيي توکو سره د مبارزې، د «شریعت» د تطبیق او د قاچاق د مخنیوي په اړه هم مالومات وړاندې شوي دي.