د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې له لسو زرو څخه ډېر پاکستانیان د بېلابېلو جرمونو په تور په سعودي عربستان کې بندیان دي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ملي شورا په غونډه کې ویلي، چې ۱۰۲۷۹ پاکستانیان د بېلابېلو جرمونو په تور په سعودي عربستان کې بندیان دي.
اسحاق ډار زیاته کړې، چې یادو پاکستانیانو ته به د سزا له بشپړېدو او د پاسپورټ له پای ته رسېدو وروسته د بېړني سفر اسناد ورکړل شي او پاکستان به د هغو بندیانو جریمي هم ورکړي، چې خپله سزا یې بشپړه کړې وي.
پاکستان ته د بندیانو د بېرته ستنېدو په اړه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د بندیانو د ستنېدو په وړاندې هېڅ خنډ نه شته او سعودي عربستان هوکړه کړې ده، چې ۵۷۰ بندیان پاکستان ته انتقال کړي.
که څه هم د پاکستاني چارواکو له لورې په سعودي عربستان کې د بندي پاکستانیانو د جرمونو په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي، خو تر دې وړاندې هم سعودي عربستان ځیني پاکستانیان د سوالګرۍ په تور بنديان کړي و او له دغه هېواده یې شړلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې له سعودي عربستان څخه د ۷ سوالګرو په ګډون ۲۳۲ تنه پاکستانیان له متحده عربي اماراتو، ۲۱ تنه او یو شمېر نور هم له چین، قطر، اندونیزیا، قبرس او نایجریا څخه اېستل شوي دي.