د غزې په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۶

د اسراییل او حماس ۱۵ میاشتنۍ جګړه مخ پر ختمېدو ده او دواړه لوري بالاخره د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل.

د غزې په دې ۱۵میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودیدونکي توکي غورځول شوي دي.

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.

رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې وویل، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.

د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.

رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې ۴۷ زرو څخه ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوه میلیونه فلسطینیان چې د ۱۵میاشتو او یوې اونۍ جګړې له امله بې ځایه شوي، خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د یادولو ده، چې حماس بیا ویلي د اوربند هوکړه د فلسطیني ولس د بې سارې قربانیو پایله ده.

نور خبرونه

رادیو