تر هغه وروسته چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند خبرونه خپاره شول، د غزې سلګونه اوسېدونکي د شهدا الاقصی روغتون پروړاندې سره راټول شول او پر دې پرېکړې یې خوشحالي څرګنده کړه.
د غزې د خلکو د خوشحالۍ د څرګندولو یو شمېر ویډيوګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، چې په کې ښکاري د جګړو له بندېدو او د یرغمل شویو کسانو پر خوشې کېدو خوشحاله دي.
په دغه اوربند سره د لسګونو اسراییلي یرغمل شویو کسانو ترڅنګ به شاوخوا دوه زره فلسطینیان هم خوشې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د قطر لومړي وزیر اعلان وکړ، چې اسراییل او حماس د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو پر سر هوکړې ته ورسېدل.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه او د مرغومې په ۳۰مه پیل شي.
نوموړي وویل، چې له اسراییل او حماس سره د هوکړې د عملي کېدو په اړه خبرې لا هم روانې دي.
له دې سره، اسراییل هم ویلي دي، چې د غزې د اوربند په اړه تر اوسه ځیني برخې پایلې ته نه دي رسېدلي او تر راتلونکو څو ساعتونو به یې پایلې روښانه شي.
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړ، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.
په راپور کې دغه راز رغلي، چې د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.
رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.
په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژلي دي.
د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.