معترضې مېرمنې: د طالبانو سره تعامل د بشري حقونو برخه کې د نړۍوالې ټولنې اعتبار کمزوری کوي

۳ ورځې مخکې

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې ځینې اروپایي هېوادونو او ان ملګرو ملتونو د طالبانو سره د خبرو اترو او تعامل لپاره هڅې پیل کړې دي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، چې افغان مېرمنې په سیسټماتیک ډول له خپلو حقونو محرومې شوې دي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو پالیسۍ نه یوازې له بنسټیزو بشري حقونو سرغړونه کوي؛ بلکې د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون په ګډون د نړۍوالو تړونونو سره هم په ټکر کې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سرغړونې د بشریت پر ضد جرمونو ته ورته دي؛ خو داسې ښکاري، چې ځینې هېوادونه او نړۍوال سازمانونه د سیاسي ګټو په لټه کې له دغه حقیقته سترګې پټوي.
دغه غورځنګ خبرداری ورکړی، هر هغه سازمان یا هېواد چې د طالبانو سره د تعامل لپاره هڅه کوي د دوی په ظلمونو کې د ښکېلېدو له ګواښ سره هم مخامخېدای شي.
دغه غورځنک زیاته کړې، د طالبانو سره د تعامل لپاره هڅې، دغه بنسټونه د هغه رژیم لپاره د مشروعیت یوه بڼه چمتو کوي چې د ښځو او اقلیتونو پر وړاندې په ظلم تورن دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زده‌کړو بندیز، په نړۍوالو موسسو کې د ښځو پر کار محدودیتونه او د سختو شرعي سزاګانو پلي کول د طالبانو «افراطي اېډیالوژي» په ډاګه کوي.
د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، په دې شرایطو کې د طالبانو سره تعامل د بشري حقونو په ساتلو کې د نړۍوالې ټولنې اعتبار کمزوری کوي.
دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې یو پیاوړی دریځ غوره کړي.
دوی استدلال کوي، چې د طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په برخه کې د یوه روښانه پرمختګ سره تړاو ولري.
د دغه غورځنګ په خبره، پرته له کوم شرطه د تعامل لپاره «هڅې» د طالبانو د جرمونو د منلو په مانا دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي: «ملګري ملتونه او هغه هېوادونه چې د طالبانو سره د تعامل ملاتړ کوي باید په یاد ولري چې تاریخ به د دوی د خبرو له مخې نه؛ بلکې د دوی د کړنو له مخې قضاوت وکړي. د ظالمانو سره یو کېدل، په نامستقیمه توګه په ظلم کې د شریکېدلو په مانا دي.»

نور خبرونه

رادیو