د هلمند ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې ډلې مشر ملا هبت الله امر کړی چې په دغه ولایت کې دې پر زر جریبه ځمکه صنعتي ښارګوټي جوړ شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ځايي طالبان د دغه امر د پلي کیدو لپاره د ځای په لټه کې دي.
هلمند کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور ریاست مسولین وايي، چې دغه ښارګوټي ته د ځای تر موندلو وروسته به د دوی د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري پانګوالو ته ځایونه ووېشل شي.
طالبانو په وار، وار په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي ښارګوټو د جوړولو ژمنې کړي، خو لا یې یوه هم نه ده عملي کړې او یوازې د تبلیغاتو تر کچې پورې پاتې دي. باورونه دا دي چې په افغانستان کې د کافي برېښنا نشتوالی د تولیدي فابریکو او صنعتي ښارګوټو پر وړاندې لوی خنډ دی.
د راپور پر بنسټ تر دې دمخه په لوګر کې هم د طالبانو د مشر د حکم له مخې د صنعتي ښارګوټي د جوړیدو امر شوی و؛ خو لا یې هم څرک نه لګیږي او په تړاو یې هېڅ ډول عملي ګامونه هم نه دي پورته شوي.
د چارو کارپوهان په دې باور دي چې طالبان پرته له دې چې د پانګونې شرایط او د تولیدي فابریکو پر وړاندې شته خنډونه په نظر کې ونیسي، یوازې د صنعتي ښارګوټو اعلانونه کوي چې د عملي کیدو لپاره یې هېڅ ډول وړ شرایط نه چمتو کوي.