د طالبانو بهرنيو چارو وزارت د حماس او اسراییل د اوربند هرکلی کړی او دا یې «د فلسطيني ولس افسانوي زغم او په ټرانګه کې د مقاومت د ۱۵ میاشتنۍ تاريخي مبارزې او قربانۍ» پايله بللې ده.
طالبانو ويلي، چې نړیواله ټولنه باید په اوربند کې د اسراييل د ژمنې مسولانه ډاډ تر لاسه کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ د حماس او اسراييل د اوربند اړوند په يوه ويډيويي پیغام کې ويلي: « د افغانستان اسلامي امارت د مقاومت مشرباته او د فلسطین صابر ولس ته د دې لویې لاسته راوړڼې مبارکي وایي»
نوموړي د دوامداره اوربند او غزې ته د بشري مرستو د لېږد هيله ښودلې.
حافظ ضياء احمد زياتوي، په منځني ختيځ کې سوله د فلسطين د قضيې په حل او د فلسطینیانو د خپلواکۍ له لارې تر لاسېدلی شي.
هغه په دې اوربند کې د قطر او مصر له منځګړتوب مننه کړې او زياتوي، چې د تېر په څېر به د فلسطين د دولت او ولس ملاتړ کوي.
بیګاه اکسیوس او الجزیرې د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې حماس او اسراییل د اوربند موافقې ته رسېدلي دي او حماس الجزیرې ته ویلي، چې له اسراییل سره یې د اوربند تړون تصویب کړی دی.
د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.
د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل له مرګوني برید وروسته پیل شوه.
په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزه کې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې له ۴۶۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژلي دي.
د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیا سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.