د پاکستان بهرنیو چارو وزارت واخان ته د دغه هېواد د ځواکونو ننوتل بیا رد کړل

۶ ورځې مخکې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، واخان ته د دغه هېواد د پوځ ننوتل رد کړل او ویې وویل، «دا سیمه د افغانستان برخه ده او دوی یې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.»

نوموړي له طالبانو سره پر ښو اړیکو سربېره په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ هم ورته خبره کړې وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون تر هغه وروسته و، چې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې واخان ته پاکستانی پوځ ننوتلی او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشبنې په ورځ په اسلام اباد کې د اونيز کنفرانس پر مهال د واخان دهلیز اړوند وویل: «واخان د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او موږ یې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پیژنو.»

ویاند له افغان واکمنو طالبانو وغوښتل، چې د هغو «ترهګرو» په وړاندي اقدام وکړي، چې په افغانستان کې پټنځي لري.

د علي خان په خبره پاکستان د افغانستان سره د ښو او ټينګو اړیکو غوښتونکی دی او زياتوي: «خو مهمه ستونزه په افغان خاوره کې د ترهګرو پټنځي دي، چې دواړه هېوادونه د څو اړخيزو اړيکو له لارې په دې اړه په تماس کې دي.»

افغان طالبان په وار وار د ترهګرو د پټنځيو اړوند د پاکستاني مسولانو څرګندونې رد کړې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند د جمو او کشمير اړوند د هند د دفاع وزير او د پوځ د مشر وروستي څرګندونې بې بنسټه تورونه او ادعاوي وبللې او هغه يې رد کړې.

ویاند وویل، چې جمو او کشمير په نړيواله کچه پېژندل شوې جنجالي سيمه ده او زياتوي: « په دې شرایطو کې هند هیڅ قانوني یا اخلاقي اساس نه لري چې د ازاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان په سیمو باندې بې بنسټه ادعاوې وکړي.»

د هند د پوځ مشر جنرال اوپيندر وېدي د جنوري په ۱۳ مه د هند د پوځ د ورځې نه مخکي په خپله کلنۍ دوديزه خبري ناسته کې د شمالي سرحدونو په اړه وویل چې حالت «حساس» خو ثابت دی.

جنرال وېدي ويلي وه: «په جمو او کشمير کې په داسي وخت کې چې موږ له ترهګرۍ څخه سیاحت ته مخه کوو، هلته د وژل شويو ترهګرو ۶۰ سلنه پاکستانیان او په ایالت کې فعال ۸۰ سلنه ترهګر هم پاکستانیان دي.»

نور خبرونه

رادیو