منصور: مشارکتي حکومتونو کې به یوه صاحب د بند مخه ځکه نیوله چې یو قوم یا هېواد خپه نشي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير وايي، په «مشارکتي او ګوندي حکومت کې به یو صاحب د دې لپاره د یوه بند په جوړېدو خوښ نه و، چې قوم او ملګری هېواد يې خپه نه شي.»

عبداللطیف منصور زیاتوي چې د دوی حکومت خپلواک دی او اوس پکې څوک د بند جوړېدو مخه نشي نیولی او نه څوک پرې خپله کېږي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزير عبداللطیف منصور د پنجشنبې په ورخ په کابل کې د پانګونې جلبولو غونډې ته وویل، چې د دوی سیاسي، اقتصادي او صنعتي پاليسۍ خپلواکې دي.

نوموړي ويلي، چې د دوی په حکومت کې د بندونو په جوړېدو هيڅوک نه خپه کيږي.

د هغه په خبره، «پخوا به چې یو بند جوړېده، مصلحي او مشارکتي حکومتونه جوړ شوي و، یو ځای به چې د بند جوړېدو پلان جوړېده، بل صاحب به خپه کېده چې دا مه جوړوئ، دا زما قوم یا قبیلې ته یا به یې د یو هېواد سره انډیوالي وه ویل به یې دا به خپه شي.»

ښاغلی منصور زياتوي، چې پخوانيو حکومتونو د جنګونو او بې وسۍ له کبله د اوبو د مديريت توان نه درلود.

منصور د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې وضعت او حالت سم یاد کړ او له پانګوالو يې د سرمایه ګذارۍ غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: «افغانستان کې تر بل هر وخت پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده، د سرمایه ګذار مال، عزت، کورنۍ او سرمايه محفوظه ده او مشرانو سرمایه ګذارانو او صنعتګارانو ته لومړیتوب ورکړی.»

د نورو طالب مسولانو ترڅنګ د ریاست‌ الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په وار وار له افغان او بهرنيو پانګوالو غوشتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نور خبرونه

رادیو