طالبانو د حبیبي د نیول کېدو په ردولو سره د امریکايي بندیانو د خوشې کېدو خبرې پېچلې کړې دي

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۴

اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په سپینه ماڼۍ کې د خپلې استوګنې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د نیول شویو درېیو امریکایي وګړو له کورنیو سره خبرې وکړې.

تر اوسه د دغو بندیانو برخلیک ناڅرګند دی.
بایډن د یکشنبې په ورځ د راین کوربیټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي له کورنیو سره خبرې وکړې، چې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
د امریکا حکومت هڅه کوي، چې دغه بندیان خوشې کړي، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا اوسنۍ خبرې اترې به د بایډن د ولسمشرۍ له پای ته رسېدو مخکې کومې پایلې ته ورسېږي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې بایډن به تر راتلونکې یوې اونۍ سپینه ماڼۍ د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وسپاري.
د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره د دغو امریکايي بندیانو د خوشې کولو لپاره خبرې کوي.
طالبانو له ګوانتانامو زندان څخه د امریکايي وګړو د خلاصون په بدل کې د اسامه بن لادن د پخواني مرستیال محمد رحیم افغاني د خلاصون غوښتنه کړې ده.
ریان کوربیټ او محمود حبیبي د طالبانو په لاس د کابل له سقوط یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په جلا جلا پېښو کې ونیول شول.
جورج ګلیزمن هم په همدغه کال کې د طالبانو له خوا په داسې حال کې ونیول شو، چې افغانستان ته د یوه ګرځندوی په توګه تللی و.
طالبانو د محمود حبیبي نیول رد کړي او دې کار د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پېچلې کړې دي.
بایډن د یکشنبې په ورځ په یوه ټلیفوني اړیکه کې د یادو کسانو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې د هغه اداره نه غواړي تر هغه د محمد رحیم تبادله وکړي، ترڅو چې طالبانو محمود حبیبي خوشې کړی نه وي.
د محمود حبيبي ورور احمد حبيبي هم دا خبره تاييد کړې ده.
احمد حبیبي وویل: "ولسمشر بایډن موږ ته په واضیح ډول ویلي، چې تر هغه به د محمد رحیم تبادله ونه کړي، ترڅو چې طالبان زما ورور خوشې نه کړي. هغه وویل، چې بایډن نه غواړي زما ورور شاته پرېږدي. "زموږ کورنۍ ډېره مننه کوي چې زما د ورور لپاره ولاړ ده."
د ریان کوربیټ د کورنۍ وکیل بیا د بایډن د غوښتنې ستاینه وکړه، خو له هغه یې وغوښتل چې د معاملې په اړه ګړندۍ پرېکړه وکړي.
هغه وویل: "موافقه اوس په مېز کې ده او د منلو پرېکړه که څه هم نیمګړتیاوې لري، خو یوازې د ولسمشر پورې اړه لري." "ستر مشران لویې پرېکړې کوي، او موږ هیله لرو چې ولسمشر بایډن به اجازه ورنکړي، چې د امریکایانو د ژوند ژغورلو په لاره کې یو بشپړ تړون ودروي."
که دا تړون د جنورۍ تر شلمې نېټې نهايي نه شي، د خبرو اترو واک به د ټرمپ ادارې ته وسپارل شي.
ټرمپ ویلي دي، چې د بندیانو له تبادلې سره موافق نه دی.
د ویلو ده، چې دا مهال په ګوانتانامو کې یوازې ۱۵ بندیان پاتې دي.
د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ پر مهال د بندیانو شمېر شاوخوا ۸۰۰ کسانو ته رسېده.
محمد رحیم چې په ۲۰۰۸ کال کې نیول شوی و، یو له هغو درېیو پاتې بندیانو څخه دی، چې هېڅکله پرې تور نه دی لګول شوی، خو د امریکا ملي امنیت ته د ګواښونو له امله نه دی خوشې شوی.
امریکا هغه د اسامه بن لادن او د القاعدې د نورو جګپوړو غړو د مستقیم سلاکار، پیغام رسولو او اجراییوي غړي په توګه معرفي کړی دی، خو په ګوانتانامو کې د هغه ۱۷ کلونو په موده کې د هغه پر ضد کوم عامه شواهد نه دي وړاندې شوي.

نور خبرونه

رادیو