د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وایي، چې سویس د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۲.۶ میلیونه ډالره مرسته کړې.
دغه مرسته داسې مهال شوې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بشري مرستو د وېش په اړه شکونه ډېر شوي.
اوچا له سویس څخه د دغې مرستې په پار مننه کړې ده.
دغې ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي: «ستاسو ملاتړ په افغانستان کې د اړمنو خلکو لپاره ریښتینی بدلون رامنځته کوي.»
اوچا (د مرغومي په ۲۰مه) هم له افغانستان سره د هسپانیا د یو مېلیون یورو بشري مرستې خبر ورکړی و.
ځینو نړۍوالو سازمانونو او رسنیو په افغانستان کې د بشري مرستو د ویش په برخه کې د طالبانو فساد راپورته کړی او په دې برخه کې شکونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي.
اوچا تر دې وړاندې اټکل کړی و، چې په روان ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۱۴.۸ مېلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي توکو او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، دغه ۱۴.۸ مېلیونه شمېره د افغانستان د نفوس ۱ پر ۳مه برخه جوړوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو او پر ښځینه کارکوونکو د دغې ډلې د بندیزونو له امله ورځ تر بلې نړۍوالې بشري مرستې او په افغانستان کې د نړۍوالو بنسټونو د بودجې د کمښت له امله اړمن کسان له سختو ننګونو سره مخ دي.