د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري.
عباس ستانکزي ویلي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده شخصي نظر دی.
ښاغلي ستانکزي د شنبې په ورځ د وږي په ۳۰مه په خوست ولایت کې د یوې دیني مدرسې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې وویل، چې طالبان د «شریعت خلاف حرکت» کوي او د افغانستان د ۲۰ میلیونه وګړو (ښځو) حقونه یې له پامه غورځولي دي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو او ښځو د تګ مخه نیولې ده.
دې ډلې په دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی او پر ښځو یې نور هم پراخ بندیزونه لګولي دي.
ښځې پارکونو ته نه شي ورتلی، سپورټ نه شي کولی او همدا راز د ښځو غږ د ښځو لپاره هم منع شوی.
عباس ستانکزي دغه بندیزونه د اسلامي شریعت خلاف وبلل او ادعا کوي، چې دا کړنې د طالبانو د مشر د شخصي "طبیعت" له امله شوي.
هغه د طالبانو له مشرتابه وغوښتل، چې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.
نوموړي همدا راز وویل: "په دې برخه کې هېڅ عذر او دليل نه شته او نه هم وو."
دا لومړی ځل نه دی، چې عباس ستانکزی د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز په اړه نیوکه کوي.
تر دې هم وړاندې هغه پر طالبانو نیوکه کړې وه، چې نجونې او ښځې له زده کړو بې برخې کوي.
ستانکزي د اسلام په تاریخ کې د ساینس اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: (موږ په افغانستان کې له ۴۰ میلیونو وګړو څخه له ۲۰ میلیونو ښځو سره ظلم کوو. ايا موږ د قيامت په ورځ د دوى مسوول نه يو؟)
هغه په افغانستان کې د ښځو ستونزمن وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: «ښځو ته میراث نه ورکول کېږي. ښځې په بدو کې ورکول کېږي. موږ دوی ته د تدریس اجازه نه ورکوو، موږ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، موږ حتی د جوماتونو او ښوونځیو اجازه نه ورکوو. ایا موږ د شریعت په لاره روان یو؟))
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم د دغو بندیزونو د لیرې کولو لپاره نړۍوالو فشارونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: ((ټوله نړۍ له موږ سره په همدې خاطر جګړه کوي. له همدې امله دوی پر موږ نیوکې کوي. موږ پر هغه لاره قدم ږدو چې زموږ د خپل طبیعت له مخې وي، نه د شریعت.))
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په وار - وار د دغې ډلې له چارواکو غوښتي، چې له رسنیو سره په خلکو له نیوکو دې ډډه وکړي.
ملا هبت الله تل له طالبانو غوښتي، چې خپل نظرونه په پټه ورسره شریک کړي.
په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي نړۍ یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو د ښځو په اړه د طالبانو تګلارې ننګولي او د اسلام د سپېڅلي دین د لارښوونو خلاف یې بللي دي.