د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سلیوان له افغانستان نه د ځواکونو د اېستلو په تړاو د جوبایډن د پرېکړې ننګه کړې ده.
هغه وویل چې تاریخ د دې ګام مثبته ارزونه کړې او په راتلونکي کې به هم ښه قضاوت پرې وشي.
سلیوان دسي اېن اېن په یوه خپرونه کې وویل: « هغه ستراتیژیکه پرېکړه چې ولسمشر بایډن وکړه، درې کاله وروسته تاریخ ښه ارزونه پرې کړې او راتلونکي کې به هم دا پرېکړه مثبته وګڼل شي».
سلیوان ټینګار وکړ چې که امریکا اوس هم په افغانستان کې پاتې وای، نو جګړې به دوام درلود او امریکایانو به لا هم خپل ژوند له لاسه ورکاوه.
هغه زیاته کړه، « که موږ نن په افغانستان کې وای، امریکایان به وژل کېدل؛ روسیې به پر موږ زیات نفوذ درلود او موږ به د هغو ستراتیژیکو ننګونو په وړاندې کمزوري وای چې موږ ورسره مخ یو».
سلیوان د نوي کال په ورځ د متحده ایالتونو په نیو اورلیانز کې د وروستي برید بېلګه وړاندې کړه، چې د هغه په وینا، د ترهګرۍ ګواښونه اوس له افغانستان څخه نورو ځایونو ته خپاره شوي دي. هغه وویل چې که څه هم ایف بي آی د دې پېښې څېړنه کوي، خو تر اوسه یې له افغانستان سره اړیکه نه ده موندلې.
هغه زیاته کړه، « دا د هغه څه ثبوت دی چې ولسمشر بایډن ویلي، یعنې د ترهګرۍ ګواښونه اوس ډیر خپاره شوي او نورو ځایونو ته انتقال شوي، کورني افراطي کسان هم پکې شامل دي چې په امریکا کې یې ترهګریز بریدونه کړي.»
سلیوان زیاته کړه چې د دې وضعیت له امله، امریکا اړه وه خپله توجه د افغانستان له جګړې څخه پراخو نړیوالو ترهګرۍ ضد هڅو ته واړوي.
کله چې له سلیوان څخه وپوښتل شول چې ایا هغه له افغانستان نه تر وتلو وروسته د استعفا وړاندیز کړی و، هغه وویل چې له ولسمشر سره پر شخصي خبرو به تبصره ونه کړي.
هغه زیاته کړه:« هغه څه چې زه یې درته ویلی شم دا دي چې امریکا نن په دې ښه وضعیت کې ده چې موږ د افغانستان جګړې د ۲۵م کال په لوري روان نه یو».
له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه د بایډن د ولسمشرۍ یوه مهمه پېښه ګڼل کېږي او سلیوان ټینګار کوي چې دا ګام د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ لپاره اړین بدلون و.