د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له خپلو ډېپلوماتانو وغوښتل چې نړیوالو ته ددوی ښه ووايي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو د امربالمعروف وزير خالد حنفي په قطر کې د دې ډلې له نوي ټاکل شوي سفير سهیل شاهین څخه وغوښتل، چې د نړيوالو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دوی فعالیتونه خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونيسي.

طالب وزير ویلي، چې موخه يې «د اسلامي شریعت پلي کول او ټولنيز بدلون راوستل دي.»

د طالبانو امربالمعروف وزارت د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خالد حنفي د خپل کار په دفتر کې له سهيل شاهین سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې د خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د دغه وزارت رښتیني مالومات خپاره کړي او د منفي تبلیغاتو مخه ونیسي.

په دې لیدنه کې سهیل شاهین ويلي، چې «مغرضې بهرنۍ استخباراتي کړۍ» هڅه کوي، چې د امربالمعروف وزارت ناسم انځور تر نړيوالو ورسوي.

نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې له خپل موقف او اړیکو په استفادې به د دغه وزارت رښتینی انځور تر نړۍ رسوي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ددې ډلې د امربالمعروف وزارت په بېلابيلو برخو کې تر ټولو سخت بنديزونه لګولي.

ښځې او نجونې يې له يوازې تګ، کار کولو، تفریح، زده کړو، په لوړ غږ خبرو، له محرم پرته ګرځېدو منع کړې دي.

دې ډلې پر رسنیو بنديزونه لګولي او هره ورځ پر لویو لارو او بازارونو کې ځوانانو ته د ږيرې پرېښودو او وېښتانو کممولو سپارښتنې کوي.

په ډېرو سيمو کې يې ځوانان د موسیقي اورېدو په خاطر وهلي او زنداني کړي هم دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبان په ټولو ولایتونو کې ګرځنده ګزمې کوي، خلک تعقيبوي او د خلکو چلند او کړنې څاري.

محتسبان ادعا کوي چې دوی د «اسلامي شریعت» له مخې ټولنه اصلاح کوي.

ډېرو اسلامي هېوادونو، د بشري حقونو اړوند سازمانونو د طالبانو پر سرغړونو نيوکې کړې او له دې ډلې يې غوښتي، چې له خلکو سره له سخت چلنده لاس واخلي.

نور خبرونه

رادیو