طالبان: د روان کال په درېیمه ربعه کې د ۶۶۹.۷ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د دغې ډلې تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د مالوماتو له مخې لیکلي، چې د روان کال په درېیمې ربعې کې د صادراتو ارزښت ۶۶۹.۷ میلیون ډالره او د وارداتو ارزښت ۳ میلیارده او ۲۵۴.۴ مېلیون ډالرو ته رسېږي.

‏ ‏د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۱۴۰۲ کال په درېیمه ربعه کې د ۶۳۴٫۸ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي وو، چې په کې د تېر کال پرتله ۳۴٫۹ مېلیون ډالره زیاتوالی راغلی دی.
دغې ادارې تر دې وړاندې په ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۲.۴ میلیارد ډالره ښودلی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې ۶.۱ میلیارد ډالره و؛ خو کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د وارداتو او صادراتو ترمنځ لوی کسر او د لوېدیځ بندیزونه د هېواد د اقتصادي ودې مخه نیسي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو ادارې تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په ۲۰۲۱ کال کې صادرات له ۸۵۰ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۸ میلیارد ډالرو ته زیات شوي دي. په ورته وخت کې واردات له ۵.۳ میلیارد ډالرو څخه ۱۰.۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو