د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د پاکستان له زندانونو ۱۴ تازه خوشې شوي افغان بندیان (د مرغومي په ۲۵مه نېټه) بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د دغو کسانو د تصویر په خپرولو سره لیکلي، د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکی کې نیول شوي وو.
د دغه وزارت په لیکنه کې راغلي، چې دغه کسان ۱۵ ورځې بندیان وو.
دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسان یې تر راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه نړۍوالو بنسټونو ته ورپېژندلي دي.
له دې سره د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په تېرې یوه اونۍ کې له پاکستانه د شاوخوا ۸۰ تنو هغو افغان بندیانو د راستنېدو خبر هم ورکړی، چې د قانوني استادو د نه لرلو په تور نیول شوي وو.
له تېرو لسو ورځو راهیسې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر زرو ډېر افغان کډوال نیولي دي.
د اسلام اباد او پېنډۍ په هره برخه کې هره ورځ افغان کډوال د پولیسو له ځورونې سره مخامخ شوي دي.
تازه په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي، د پولیسو له لوري افغانانو ته ویل شوي چې د جنورۍ له ۱۵مې نیټې وروسته دې ټول بې اسناده او اسناد لرونکي افغانان له اسلام اباد او پېنډۍ څخه ووځي.