طالبان: هرات ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

۶ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت په هرات ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا له بېرته نښلولو خبر ورکړی دی.

هرات کې د واورو او توپان له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا درې ورځې مخکې پرې شوې وه.

دغه شرکت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دوی په هڅو سره د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي فني ستونزه یې په بشپړه توګه هواره کړې ده.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې د هرات ولایت لپاره د ترکمنستان وارداتي برېښنا اوس‌ مهال خپل عادي حالت ته راګرځېدلې ده.
د خبرپاڼې له مخې، افغانستان ته د برېښنا دغه وارداتي برېښنا د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په بقرچر سیمه کې د درنې واورې او توپان له امله د درې ورځو لپاره پرې شوې وه.
‏‏هرات کې د برېښنا ریاست چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې سيمه کې د وارداتي برېښنا دوه ستنې ړنګې شوې وې.
‏میاشت وړاندې هم په هرات کې د درنو واورو ورېدو له امله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې وه او د څو ورځو لپاره یې هراتیان له ستونزو سره مخ کړي وو.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت (د لېندۍ په ۱۸مه) هم له ایران څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا له پرې کېدو خبر ورکړی و.
د ژمي په رارسېدو سره دا څووم ځل دی، چې افغانستان ته وارداتي برېښناوې پرې کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

نور خبرونه

رادیو