طالبانو د پرله ‌پسې دویم کال لپاره روسیې ته د محصلینو د تحصیلي سفر مخه نیولې

۴ ورځې مخکې

یو شمېر هغه زدکوونکي چې د روسیې بورسونه یې ترلاسه کړي دي وايي، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د دوی د سفر مخالفت کړی دی.

په کابل کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور دغو زدکوونکو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د دوی د تحصیلي سفر مخه نیولې ده.

یوه زدکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارواکي «غیري اسلامي» هیوادونو ته د زدکوونکو د سفر مخالف دي.

د هغه په ​​وینا طالبان په دې باور دي، چې دوی د زدکړې لپاره دې هیوادونو ته سفر سره خپلي «مذهبي عقیدې» له لاسه ورکوي.

یو شمېر زدکوونکو د جمعې په ورځ (د مرغومې ۲۸مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د ۲۰۲۳ کال لپاره د روسیې د حکومت د بورسونو لپاره غوښتنه کړې وه او د ۲۰۲۴ کال په نیمایي کې په کابل کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور د دوی ۵۰۰ کسان د دې بورسونو لپاره وړ وګڼل.

تېر کال هم طالبانو د ۵۰۰ نارینه زدکوونکو پاسپورټونه ضبط کړل او د زدکړو لپاره یې روسیې ته د هغوی د سفر مخه ونیوله.

هغو زدکوونکو چې دغه بورسونه یې یې ترلاسه کړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې دروسيې د علم او فرهنګ کور د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت له چارواکو سره له خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۷مه) د زدکوونکو استازو ته خبر ورکړ، چې طالبان د دوی د تحصیلي سفر مخالف دي.

یو زدکوونکي وویل، چې هر محصل د تعلیمي اسنادو په ژباړلو او طبي معایناتو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو مصرف کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې نوماندانو د دې بورسونو لپاره ټول اداري پروسیجرونه او اسناد بشپړ کړي دي.

زدکوونکي وايي، چې د روسیې د علم او فرهنګ کور په دې موده کې څو ځله د دوی له ۱۵ استازو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د دغو زدکوونکو په وینا، د روسیې د علم او فرهنګ کور د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د موافقې ترلاسه کولو ډېره هڅه وکړه.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د زدکونکو په وینا، د ۲۰۲۲ کال د روسیې د بورسونو لپاره یو شمیر نوماندان د ۲۰۲۳ کال په نیمایي کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور په مرسته د ایران له لارې هغه هیواد ته سفر وکړ.

خو دا زده کوونکي دا مني، چې د روسیې د علم او ​فرهنګ کور د دې دورې زدکوونکو لپاره د ویزې اسانتیاوې او د ایران له لارې د زدکړې سفرونه چمتو کولو ته لیواله نه ده.

یوه زدکوونکي وویل، چې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور نه غواړي، چې د زده کوونکو په خاطر له طالبانو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

نور خبرونه

رادیو