د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د روانو ټرانسپورټي او مخابراتي پروژو په تېره د افغان ټرانس پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي.
افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پیلیږي او له مزارشریف او کابل تر تېریدو وروسته پېښور ته رسیږي.
د ازبکسان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف او په ازبکستان کې د پاکستان سفیر احمد فاروق ګډون درلود.
دوی دواړو په افغانستان کې پر پروژو سربېره له ازبکستان او پاکستان سره د طالبانو د حکومت د اړیکو پر اوسني وضیعت او سیمه ییز امنیت هم خبرې وکړې.
افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پیلیږي او د مزارشریف او کابل ښارونو تر تېریدو وروسته د کورمې له لارې د پښتونخوا تر پېښور رسیږي.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانس افغان ریل پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې وړاندې شو ترڅو یوه اقتصادي لویه لاره جوړه شي چې منځنۍ اسیا د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل کړي.
دغه پټلۍ چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړولو لګښت یې له څلورنیم میلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.