ذبیح الله مجاهد: علماء یوازې ددې لپاره نه دي چې خلک یې لاسونه مچې کړي او جومات کې کښینې

۵ ورځې مخکې

د طالبانو ویاند په کابل کې د الریاض مدرسه کې د وینا پر مهال وویل چې علماء د پېغمبرانو وارثین دي خو یوازې ددې لپاره نه دي چې خلک یې لاسونه مچې کړي او جومات کې کینې.

ذبیح الله مجاهد وویل، «دا واړه فکرونه باید لوی کړو، دین پراخه کړو، د دنیا په کچه فکر وکړو او مسوولیت ادا کړو.»

په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ریاض العلوم په مدرسه کې د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد اوږده وینا کړې ده.

د مجاهد دا وینا الریاض مدرسې نن یکشنبه د مرغومي ۲۳مه پر خپله اېسکپاڼه خپره کړې ده.

مجاهد وايي، «هسې خو ډېر خلک وايي علماء د پېغمبرانو وارثین دي، صحیح ده خو ددې لپاره نه ده چې یوازې به یې خلک لاسونه مچو کړي او احترام درته وکړي ځکه ته د نبي په قطار کې قرار لرې او ته د نبي غوندې محترم یې نو نبي د ټول انسانیت د ټولو ابعادو لپاره و او د نجات لپاره راغلی و.»

‌‌ذبیح الله مجاهد د وینا په یوه برخه کې وايي چې علماء باید د مسوولیت احساس وکړي.

مجاهدزیاتوي، «ته هم باید داسې مسوولیت ادا کړې او یوازې خو جومات کې نه، د پېغمبر وارثین یوازې دا نه ده، بلکې بیرون ټولنه ستا په لاس کې ده او مسوولیت یې په مقابل کې حس کړه او ځان زهیر کړه او ځان کم وبوله چې ولې ما دا کار نه دی کړی او ځان اماده کړه.»

‌ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې ویلي، «ترکومه به مظلومیت وي او باید ځان له مظلومیت څخه خلاص کړو او له مظلومیت څخه ځان باسل واجب دي او په مظلومیت کې ځان پرېښودل ګناه ده.ولې به موږ مظلومه یو او ولې به پر موږ همیشه مېچنې تاویږي او ولې به د خلکو پالیسیانې پرموږ تطبیقیږي.»

مجاهد په خپله وینا کې ناستو طالبانو زدکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې له علم سره به هېڅکله مخالفت نه کوي.

مجاهد په دې باور دی چې د شرعي علومو ترڅنګ طبیعي علوم د ټولنې ضرورت دی.

مجاهد وايي، «انجینري د ټولنې یو ضرورت دی، ساینسي علوم د ټولنې اینده ده. ټول علوم زموږ د دین لپاره اول ضرورت دی.»

مجاهد وايي چې که په ساینسي لحاظ باندې رسېدلي وای نو د غزې مسلمانان به دومره مظلوم نه وای.

هغه نیوکه وکړه چې د غزې خلکو د ساینسي او ټیکنالوژی علومو په برخه کې ناغیړي کړې او په غفلت یې وخت ضایع شویاو نن یې نتیجه دا ده، چې پېړی پېړی په تباهۍ تمامیږي.

د طالبانو ویاند ‌ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د نوموړي امیر ملا هبت الله په افغانستان کې د عصري علومو پرځای دیني علومو پراختیا لپاره چټکې هڅې کوي.

د طالبانو له بیا ځلې راتګ سره دې ډلې د نجونو پرمخ د زده کړو مرکزونه وتړل او له کار کولو څخه یې بې برخې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو