معترضې مېرمنې: ژولیا پارسي د طالبانو په بند کې له «ظالمانه» ذهني او فزیکي شکنجو سره مخ وه

۶ ورځې مخکې

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې د طالبانو په درې میاشتني بند کې د فزیکي سختو شکنجو له امله د ژولیا پارسي د غوږ پرده سخته زیانمنه شوې ده.

د ښځو دغه غورځنګ وايي، چې طالبانو هغه په زندان کې سخته ځورولې ده.

دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه د ښځو د حقونو فعالې او معترضه مېرمنې ژولیا پارسي د تصویر په خپرولو سره لیکلي، چې نوموړې د طالبانو په بند کې د دغې ډلې له «ظالمانه» ذهني او فزیکي شکنجو سره مخ وه.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو دغه «ناوړه عمل» د ښځو د بنسټیزو حقونو پر وړاندې د نړۍوالو بشري حقونو معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د دغه غورځنګ په وینا، د افغانستان د ښځو په وړاندې د طالبانو سیستماتیک ظلم یوازې یوه ملي تراژیدي نه ده؛ بلکې یوه داسې نړۍواله اندېښنه ده، چې بېړنۍ پاملرنې او اقدام ته اړتیا لري.
دغه غورځنګ زیاتوي، هغه کسان چې د طالبانو سره د تعامل هڅه کوي، په اصل کې دغې ډلې سره په جرمونو کې شریک دي.
د یاد غورځنګ د لکینې له مخې، دغه هېوادونه د تعامل په نامه یو داسې رژیم ته اجازه ورکوي، چې د ژولیا پارسي په څېر د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي او بې عدالتۍ ته دوام ورکوي.
یوه ورځ وړاندې ژولیا پارسي پر اېکس پاڼه خبر ورکړی و، چې د بند پرمهال د طالبانو د شکنجو له امله یې د غوږ پرده زیانمنه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو