د کالفرونیا په ځنګلي اورونو کې د مړو شمېر ۱۱ کسانو ته ورسېد

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۲

د متحده ایالاتو د کالفرونیا ایالت لاس انجلس کې د ځنګلي اورونو له امله تر اوسه د یوولسو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی، خو چارواکو ویلي چې څېړنې روانې دي او ښایي د تلفاتو شمېر زیات شي.

د چارواکو په وینا، تر اوسه د لاس انجلس د دوو ناحیو په پنځو سیمو کې اورونه بل دي، خو لا هم د اور وژنې عمله په دې هڅه کې ده چې اور ووژني.
روغتیایي سرچینو ویلي:« تر اوسه ۱۱ کسان مشخص شوي چې د اور له امله مړه شوي، له دغه ډلې پنځه تنه د پیلیسیډز سیمه کې او شپږ نور د ایتون په سیمه کې موندل شوي».
د یادو چارواکو په وینا، دوی د سان فرانسیسکو د یوې لویې سیمې د ویجاړۍ ارزونه کوي او په شاوخوا سیمو کې لټون روان دی، چې ښایي د مړینې شمېر به لوړ شي.
د کالفرونیا چارواکو د جمعې په ورځ یو مرکز جوړ کړ، چیرې چې خلک کولی شي د ورکو شويو کسانو راپور ورکړي.
د لاس انجلس یو لوپوړی چارواکی شیرف رابرټ لونا وویل، هغه کورنۍ چې خپلو کورونو ته د بېرته ستنېدو هڅه کوي او خپل مهم اسناد یې له لاسه ورکړي هڅول کېږي، چې د مرستې لپاره د کورنۍ مرستې مرکز ته ولاړ شي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې د اور لامل څه وو خو د کالفرونیا والي ددغه اور د لامل معلومولو لپاره د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو