د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې په دغه هېواد کې له ۲۲ میلیونو ډیر ماشومان له زدکړو بې برخې دي.
شهباز شریف اسلامي هېوادنو کې د نجونو د زدکړو اړوند کنفرانس کې وینا سره، په اسلامي هېوادونو کې د نجونو تعلیم ته د لومړیتوب ور کولو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ.
په اسلام ایاد کې د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو د زدکړې په اړه د نړیوال دوه ورځني کنفرانس د پرانیستلو پر مهال، لومړي وزیر وویل چې اسلامي نړۍ د نجونو زدکړو ته د مساوي لاسرسي په برخه کې له مهمو ننګونو سره مخ دی.
شهباز شریف وايي چې په پاکستان کې ښځې د ټول نفوس له نیمایي څخه زیاتې دي، خو د ښځو د سواد کچه یوازې ۴۹ سلنه ده. 6
شهباز شریف:"د اندیښنې وړ خبره دا ده چې شاوخوا ۲۲.۸ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو څخه تر ۱۶ کلونو پورې دي له ښوونځي بهر دي، چې یوه لویه برخه یې نجونې دي."
په پاکستان کې مسلمان هېوادونه داسې مهال دغه کنفرانس جوړوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر زدکړو سخت بندیزونه لګیدلي او د پاکستان له بلنې سره، سره یې هم په دغه کنفرانس کې برخه نه ده اخیستې.